په ايران کي يوې سختي زلزلې ۴۰ تنه وژلي دي
۱۳۹۲ فروردین ۲۷, سهشنبهد سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اپريل ۱۶) د دغي پياوړي زلزلې مرکز چي د ريشتر په مقياس ۷،۸ درجې ښوول شوې ده، د ايران په جنوب ختيځ کي له پاکستان سره په سرحدي سیمه کي بلل شوی دی.
د ایران دولتي تلویزیون خبر ورکړی دی، چې په دې زلزله کې نزدې۴۰ کسان وژل شوي دي.
دغه زلزله د ایران پر سیمه ییز وخت ۱۵:۱۴ بجو رامنځ ته شوې ده چې تر نورو ډیر یې د ایران سیستان او بلوچستان ولايتونه لړزولي دي.
په همدې حال کې یو شمیر پاکستاني چارواکو هم ویلي دي چې زلزلې د کوټي په ښار کې دوه ماشومان او درې ښځي وژلي دي. ویل کیږي چې دې زلزلې دومره شدت لاره چې په ایران، پاکستان او هندوستان کې يې یو شمیر خلک له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ ايستلي دي.
ويل کيږي چي حتی په دوبی او بحرین کي هم دغه زلزله احساس شوې ده او چارواکو د يوشمېر ودانيو د تخليې امر کړی دي.
په نوي دهلي کې هم د ټکانونو خبر ورکړل شوی دی، خو لا تر اوسه پوري د تلفاتو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوي.
تر دې زلزلې یوه اوونۍ دمخه هم په ایران کې یوه زلزله شوې وه چې له کبله یې ډیر شمیر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.