1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کي د اوکراين الوتکه رالويدلې

۱۳۹۸ دی ۱۸, چهارشنبه

دغه الوتکه سهار وختي د تهران امام خُميني هوايي ډگر ته نژدې رالويدلې ده. له دغه ځايه ۷۳۷ ډوله بوينگ الوتکې خپله الوتنه پيل کړې وه. په الوتکه کي له سپرو ۱۷۶ مسافرو او عملې څخه هيڅوک ژوندي نه دي پاته سوي.

https://p.dw.com/p/3VsGu
Iran Ukrainisches Passagierflugzeug nahe Teheran abgestürzt
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Nasiri

له ايران څخه د  اوسنيو معلوماتو له مخي د »اوکراين انترنشنل آيرلاين« د شرکت دغې الوتکي تخنيکي ستونزي درلودې. د ايران د ژغورنې عملې مشر د تلويزيون له لاري ويلي چي ۷۳۷ ډوله بوينگ الوتکې اور اخيستی دی.

د سرې مياشتې مرستندويه سازمان ونه سوای کولای ژوندي پاته سوي کسان پيدا کړي. د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلينسکي پر خپل فيسبوک پاڼي ليکلي چي »د اوسنيو معلوماتو له مخي  ټول مسافر او عمله وژل سوي» او يوه بيړنۍ غونډه يي راغوښتې ده.

Ukraine International
آرشیف: د اوکراین انترشنل یوه الوتکهانځور: picture-alliance/M.Mainka

نوموړې الوتکي په محلي وخت د سهار ۵ بجي پرواز کړی او بايد د اوکراين پلازمېنه کيف ته د هغه ځای پر وخت اته بجي رسيدلې وای.

د پوځي کرکيچ پروخت د الوتکې لويدل

د دغې الوتکي رالويدل، د امريکا او تهران ترمنځ پوځي کړکيچ ته په کتو سره ډيري پوښتني راولاړې کړي.

Iran Ukrainisches Passagierflugzeug nahe Teheran abgestürzt
د الوتکې ټوټې هرې خوته خپرې سويانځور: picture-alliance/AA/Iranian Red Crescent

په عراق کي پر يوې پوځي اډې باندي د ايران توغندويي بريد تر توغولو لږ وروسته، د امريکا هوايي چارواکو د منځني ختيځ ځينو سيمو ته د امريکايي الوتکو پروازونه ودرول.

د فارس او عُمان خليج له لاري، عراق، او ايران کي د سياسي او پوځي کړکيچ له مخي هيڅ ډول الوتکه چي په امريکا متحده ايالاتو کي راجستر سوې وي، د پرواز اجازه نه لري. د دې امکان موجود دی چي پر کومي الوتکې باندي غلط گومان وسي.