1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
انځورونه
ناورين
۱۳۹۶ آبان ۲۲, دوشنبه
https://p.dw.com/p/2nVSQ

د عراق او ايران ترمنځ کرد مېشته سرحدي سيمه کي د زلزلې د قربانيانو شمېر تر ۲۰۰ اوښتی دئ. د ايران د کورنيو چارو وزرات د معلوماتو له مخي د دوشنبې په ورځ سهار د مړو شمېر ۲۰۷ او د ټپیانو دا ۱۷۰۰ ته رسېدلی دئ. د نورو قربانيانو بيره هم سته. دغه سيمه د يکشنبې په ماښام ۷،۳ درجې زلزلې وړلزوله.

د عراقي چارواکو د معلوماتو له مخي د دغه هيواد په سليمانيه ولايت کي ۶ کسان وژل سوي او ۱۵۰ نور ټپيان سوي دي. د قربانيانو شمېر گړی په گړی زياتيږي.

د ترکيې د روغتيا وزارت او د سرې مياشتي مرستندوی سازمان د زلزلې له قربانيانو سره د مرستي ږغ کړی دئ. د سره صليب نړيوالي کمېټې هم د تويتر له لاري ليکلي دي چي د زلزلې سميه بايد وڅارل سي او مرستو ته تياری ونيول سي.

دا چي زلزله د شپې له خوا سوې ده، ژغورونکو ډلو بايد د دوشنبې په سهار د ژغورني عملیات پيل کړی وای. دا چي څوره انسانان لا تر نړېدلو کورونو لاندي، تر اوسه پوري لا روښانه نه ده.

زلزلې څپلې سيمه ليري پرته غرنۍ سيمه ده چي نسبتاً لږ اوسېدونکي لري. د دغه ناورين دقيقه اندازه د شپې له خوا نه اټکل کېده.

د راپورونو له مخي ډير زيان د ايران سرحدي ښارونو قصر شيرين، سرپل صحاب او اسگله ښارونو ته اوښتی دئ. د زلزلې د نورو تکانونو له ويري ډيرو کورنيو تر شنه اسمان لاندي شپه تيره کړې ده. د عراق په شمال کي ښوونځي د دوشنبې په ورځ تړلي پاته دي.

د زلزلې د دقيق مرکز په اړه معلومات بېلابېل دي. د جرمني د جغرافيايي څېړنو مرکز د زلزلې مرکز د ايران په کرمانشاه ولايت کي ښوولی، خو د امريکا متحدو ايالاتو د جيولوژيکي څېړنو ادارې بيا د عراق سرحدي سيمي ښوولی دی.

د راپورونو له مخي زلزلې د عراق پلازمېنه بغداد، کويټ او د ترکيې ځيني سيمي هم لړزولي دي. ناوخته ماښام ۴،۵ درجې بله زلزله هم ثبت سوې او د دوشنبې په سهار وختي ۴،۷ درجې بله زلزله هم سوې ده.