په اوکریان کې د ولسمشریزو ټاکنو دوهم پړاو
۱۳۹۸ اردیبهشت ۱, یکشنبهنن د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اپریل میاشتې په ۲۱ نیټه) اوکراینیان د ولسمشریزو ټاکنو د دوهم پړاو له پاره د رایې اچونې صندوقونو ته ځي. داسې اټکل کیږي چې د دې هیواد یو کامیډین یا د ټوکو ټکالو ستوری چې تر دې وړاندې یې په سیاست کې تجربه نه درلوده، د دغو ټاکنو ګټونکی او د اوکراین راتلونکی ولسمشر شي.
په اوکراین کې د نظر پوښتنو په اساس اوکرایني کامیډین یا د ټوکو ټکالو ستوری ولودمیر زیلینسکی چې تر دې وړاندې یې په یوه تلویزیوني خپرونه کې د ولسمشر په توګه نقش هم لوبولی وو او په ټول اوکراین کې په ملي کچه مشهور شوی، تر اوسني ولسمشر پیترو پوروشینکو مخکښ دی. په دې هیواد کې د رایې اچونې آژانس زیلینسکي ته ۷۳ سنله او پروشینکو ته ۲۷ سلنه بریا اټکل کړې ده.
د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د ګال اپ په نامه د خپرو شوو نظر پوښتنو په اساس په داسې یوه هیواد کې چې یوازې ۹ سلنه وګړي یې پر ملي حکومت اعتماد کوي، د فساد پر وړاندې د زیلینسکي د مبارزې ژمنې د دې هیواد د ډیرو رایه اچونکو د ملاتړ د ترلاسه کیدو سبب ګرځیدلی دی.
د رایې اچونې په ورځ د فرانسې خبري آژانس د زیلینسکي د یوه ملاتړي رایه اچونکې په حواله په خپل رپوټ کې لیکلي: «داسې هیله شته چې یو عادي شخص به په موږ ښه وپوهیږي او هغه [خراب] سیستم چې موږ یې په هیواد کې لرو، سره وویشي.» نورو رایه اچونکو بیا ویلي چې زیلینسکي چې د اوکراین په پارلمان کې متحدین نه لري، د نوموړي کاري دوره ښايي ډیر وخت دوام ونه کړي.
د اوکراین اوسني ولسمشر پیترو پوروشینکو تر رایې اچونې وړاندې پر خپله فیسبوک پاڼه اوکراینانو ته لیکلي چې «د ولسمشرۍ پنځه کلنه کاري دوره، د ټوکو ټکالو یو پروګرام نه دی چې وروسته له هغې چې جالب نه وي، څوک [تلویزیون] بند کړي.»
د زیلینسکي غیر عادي وضعیت یا سټایل او د ټوکو ټکالو په برخه کې د نوموړي شالید د ایټالیا له بیپي ګریلو او یا هم د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ سره پرتله کیدلی شي. که څه هم نوموړي د فساد د لمنځه وړلو له پاره ژمنې کړي، خو بیا هم په دې ترڅ کې د نوموړي او ایګور کولوموسیکي ترمنځ د اړیکو په هکله پوښتنې راولاړې شوې دي. ایګور کولوموسیکي په اوکراین کې د یوه داسې تلویزیون څښتن دی چې د زیلینسکي برنامې خپروي.
د دې ټولو سربیره د اوکراین نوی ولسمشر به له ګڼ شمیر ستونزو سره لاس او ګریوان وي. په دې ستونزو کې د اوکراین په شرقي برخه کې د روسیې له ملاتړه برخمنې یاغي ډلې یې یو مثال دی. سربیره پر دې، اوکراین لا هم له روسیې څخه تر خپلواکۍ شاوخوا ۳۰ کلونه وروسته بیا هم د اروپايي ټولنې یو له بې وزلو هیوادونو څخه دی. په دې ترڅ کې د بریا په صورت کې د ولمسشرۍ دواړو نوماندانو ژمنه کړې چې هیواد به غرب لوري ته نیږدې کړي.
د اوکراین په ولسمشریزو انتخاباتو کې ۳۰ میلیونه اوکراینیان د رایې اچونې په شرایطو برابر دي. ټاکل شوې چې نن په ځايي وخت د ماښام په ۸ بجو به د انتخاباتو پایلې معلومې شي او رسمي پایلې به بیا څو ساعتونه وروسته خپرې شي.
K.H-AWA(Reuters, dpa)