په اوکراين کې جگړې پر نوري نړۍ څه اثرات کړي دي؟
پر اوکران د روسيې له بريد راهيسي په نړيواله توگه انسانان متاثر سوي دي. په دې ترڅ کي د خوراکي او سونگ موادو قيمتونه لوړ سوي دي. په دې تړاو انځوريز راپور دلته کتلای سئ:

انفلاسيون او د پيسو د ارزښت کمښت
په اوکراين کې جگړې د نوري نړۍ د انسانانو تر څنگ په آلمان کي هم د انسانانو پر ژوند اغېز کړی دی. په زياته د انفلاسيون يا د پيسو د ارزښت د کمېدو له کبله زيات آلمانان متاثره سوي دي. په دغه هيواد کي د ۱۹۸۱م کال راهيسي د انفلاسيون شرحه دومره لوړه نه وه، لکه د اوکراين د جگړې له کبله چي لوړه سوې ده.
په کينيا کي د تيلو د ټانکونو مخته اوږده قطارونه
د افريقا د کينيا هيواد په پلازمېنه نايروبي کي د تيلو ټانکونو ته د موټرو اوږده کتارونه ولاړ وي. په بازار کي تيل لږ سوي او له کبله يې قيمتونه هم لوړ سوي دي. د تيلو بيي له لوړېدو سره د خوراکي توکو او د ورځني ژوند د نورو څيزونو قيمتونه هم جگ سوي دي.
په ترکيه کي ډوډۍ قيمته سوې
روسيه په نړيواله توگه د غنمو تر ټولو لوی توليد کوونکی هيواد دی. پر دغه هيواد د بنديزونو له کبله د غنمو بازار متاثره سوی دی. په عيني حال کي اوکراين په نړيواله توگه د غنمو پنځم لوی توليد کوونکی هيواد دی. همدا وجه ده چي په زياتو سيمو کي غنم او ورسره ډوډۍ قيمته سوې ده.
د غنمو اوړه په عراق کي
د اوکراين د جگړې له پېل راهيسي په عراق کي د غنمو بيه په تدريجي توگه لوړه سوې ده. عراق په دغه بحران کي ځان بې پري ساتلی دی او د هيڅ اړخ ملاتړ نه کوي. دا د هغه باوجوده چي په دغه هيواد کي د پوتين د پوسترانو پر لگولو بنديز لگول سوی دی.
په ليما کي احتجاجونه
د پيرو په پلازمېنه ليما کي خلک د انفلاسيون پر ضد احتجاجونه کوي. په دې ترڅ کي د پوليسو او احتجاج کوونکو تر منځ اخ و ډب هم رامنځته سوی دی. حکومت د احتجاجونو د کنټرول کولو په مقصد گرزبنديز ولگاوه. خو کله چي دغه گرزبنديز پای ته ورسېد نو له سره احتجاجونه پېل سول.
په سري لانکا کي بحران
سري لانکا دمگړی د خپل تاريخ د يو ژور اقتصادي او سياسي بحران سره مخ دی. د اوکراين د جگړې پېل د دغه هيواد تر مخه لا کړکېچن وضعيت لا خراب کړی دی او زياتو انسانانو په احتجاجونو لاس پوري کړی دی.
په سکاټلنډ کي هم احتجاجونه وسول
په سکاټلنډ کي خلک په کوڅو کي په احتجاج سول. په ټول متحده بريتانيا کي د انفلاسيون پر ضد احتجاجونه تر سره سول. له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا وتل، بيا د کرونا وبا او اوس د اوکراين جگړې په دغه هيواد کي د زياتو خلکو وضعيت خراب کړی دی.
کب گران سوی
بريتانويان د پټاټو د چپس او د کب ډېر زيات مينه وال دي. له همدې کبله د بريتانويانو دغه ملي خوراک بلل کيږي. خو د اوکراين جگړې د بريتانويانو پر دغه خوراکو هم منفي اغيز کړی دی او د غوړو تر څنگ د سپين کب قيمتونه ډېر لوړ سوي دي. په بريتانيا کي په فبرورۍ مياشت د انفلاسيون شرحه ۶،۲ سلنه وه.
د نيجير له پاره چانس
د نيجير توليد کوونکي د اوکراين په جگړه کي ځان ته يو چانس ويني. هغه دا چي دوی غواړي په دې ترڅ کي پر روسيې باندي خپله اتکا راکمه کړي. د دغه هيواد تر ټولو بډای کس، الیکو دانگوتې لږ وخت تر مخه د دغه هیواد تر ټولو لويه د څرې توليد کوونکې فابريکه پرانستله.