1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
موټر او ترانسپورت

په اندونیزیا کې مسافر وړونکې الوتکه رالوېدلې

۱۳۹۷ آبان ۷, دوشنبه

د اندونیزیا د لاین ایر، هوایي شرکت الوتکه په سمندر کې رالویدلې ده. په الوتکه کې ۱۸۸ کسان سپاره ول.

https://p.dw.com/p/37I1f
Indonesische Luftlinie Lion Air, Boeing 737
انځور: picture-alliance/E. Thompson

د جکارتا د نړیوال هوایي ډګر د چارواکو د معلوماتو له مخې ۸۰۰-۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکه تر الوتنې یوازې ۱۳ دقیقي وروسته په سمندرګي کې رالویدلې ده. د دغه هیواد د لټون او ژغورنې د چارو د ملي ادارې ویاند یوسف لطیف، په وینا د وروستي ځل له پاره د دغې الوتکې موقعیت د ختیځ جاوا ولایت په کاراوانګ سیمه کې تثبیت شوی دی، خو په خبره یې هلته یي هم له چارواکو سره اړیکه قطع شوې ده.

د اندونیزیا د هوایي چلن وزارت د معلوماتو له مخې په الوتکه کې ۱۸۸ کسان سپاره ول.

ژغورونکي ډلې له جکارتا څخه ۷۰ کیلومتره وړاندې د الوتکې لومړۍ پاته شوي په نخښه کړي دي. خو په دې هکله ډیرې هیلي نه شته چې څوک دې ژوندي پاتې وي.

د ژغورونکي ډلې یوه ویاند ویلي دي: «موږ ژغورونکي واسکټونه، موبایل تلیفونونه او د الوتکې ټوټې موندلي دي.» د دغه ویاند په خبره داسې ګومان کیږي چې د الوتکې نورې ټوټي د سمندر په ۳۵ متره ژوره کې پرتې وي.

لاین ایر، یو ارزان بیه اندونیزیایي شرکت دی چې په ۱۹۹۹م کال جوړ شوی دی. دغه شرکت چې په چټکۍ سره یي پراختیا موندلې د عصري الوتکو جوړولو شرکتونو بوینګ او ایر بس، مسافر وړونکي الوتکې استعمالوي او په اندونيزيا کي داخلي الوتني کوي.

زموږ له آرشیف څخه: