په اندونیزیا کې زلزلې لږ تر لږه ۹۱ تنه وژلي
۱۳۹۷ مرداد ۱۵, دوشنبهد اندونیزیا په لومبوک ټاپو کې د یوې نوې زلزلې د رامنځ ته کیدو له کبله د مړو شمیر ۹۱ تنو ته لوړ شوی دی. دغه شمیر د اندونیزیا د طبیعي آفاتو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند ورکړی دی. خبري آژانسونو د دغې ادارې د ویاند له قوله لیکلي دي: «دا لومړنی رپوټ دی. کله چې زموږ د لټون او مرستې ټیمونه د لومبوک ټولو برخو ته ورسیږي، نو موږ د مرګ ژوبلې د شمیر د لوړیدو اټکل کوو.» زیاته شوې ده چې زیاتره کسان د رانړیدلو شیانو د لګیدو قربانیان دي.
په بالي ټاپو کې هم زلزله حس شوې
د طبیعي آفاتو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي دي چې د زلزلې له کبله په سلونو کسان ټپیان شوي هم دي. زیاته شوې ده چې د یکشنبې په ماښام د رامنځ ته شوې زلزلې شدت د ریشتر پر مقیاس ۶،۹ وو. د زلزلې مرکز د لومبوک شمال ختیځ لور په اتلس کیلومترۍ کې موقعیت درلود. تر زلزلې وروسته نورې کوچنۍ زلزلې هم رامنځ ته شوي دي او په ډیرو ځایونو کې بریښنا پرچاو شوې ده. بالي ټاپو چې د سیلانیانو له پاره یو له مشهورو ځایونو څخه دی، هم په کې دغه زلزله احساس شوې ده. د دغه ټاپو سیلانیان او اوسیدونکي هم زلزلي سخت ویرولي وو.
لومبوک یوه اوونۍ تر مخه سختې زلزلې لړزولی وو. هغه مهال ۱۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. د ټپیانو شمیر تر ۳۵۰ زیات وو.
د چارواکو په وینا دا وار زیاتره مرګ ژوبله د ټاپو په شمال او ختیځه برخه کې رامنځ ته شوې ده. د شمالي لومبورک ولسوالۍ مشر نجم الاخیار، د میترو په نوم له تلویزوني چینل سره په خبرو کې ویلي دي چې داسې اټکل کیږي چې د سیمې ۸۰ سلنه برخې ته د زلزلې له کبله زیان اوښتی وي: «موږ درنو تجهیزانو ته اړتیا لرو، ځکه چې ځیني جوماتونه نړیدلي دي چې شک کیږي هلته لا هم عبادت کوونکي موجود وو.»
کلي تر اوبو لاندې شوي
په عین وخت کې د دغه هیواد د هوا پیژندنې د ادارې له قوله ویل شوي دي چې د سمندر اوبو د سطحې لوړیدو دوه کلي لاندې کړي دي. چارواکي داسې اټکل کوي چې د لومبوک په ماتارام سیمه کې ډیری کورونو ته زیان اوښتی وي.
په عین وخت کې شا او خوا ۲۰۰ سیلانیان د لومبوک سیمې ته څیرمه له ګیلي، ټاپو څخه خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي. د چارواکو په وینا شا او خوا ۷۰۰ کسان په دې انتظار کې دي چې له دغې سیمې وایستل شي.
زموږ له آرشیف څخه: