1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اندونیزیا کې د کم عمر لرونکو پر ودونو نیوکې ډیرې شوي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۵, شنبه

تیره اوونۍ دوو کم عمرو جوړو د اندونیزیا د شرعي محکمې په اجازه ودونه وکړل. دغه ودونه په دې هیواد کې او په نړیواله کچه له سختو نیوکو سره مخامخ شوي او په کم عمر کې پر ودونو د بندیز لګولو غوښتنه شوې ده.

https://p.dw.com/p/2xDHH
Kinderehe in Indonesien

تیره اوونۍ د اندونیزیا په یوه ټاپو کې د یوې ۱۴ کلنې نجلۍ او ۱۵ کلن هلک د واده ویډیو تر خپریدو وروسته د دې له ولسمشر څخه غوښتنه وشوه د ودونو په برخه کې د اندونیزیا پر قوانينو له سره کتنه وکړي.

دغې کم عمره جوړې په پیل کې د مذهبي چارو دفتر ته مراجعه کړې وه او د دغې ادارې له خوا یې د واده غوښتنه رد شوې وه. وروسته بیا دوی یوې مذهبي محکمې ته ولاړل او د اجازې ترلاسه کولو وروسته یې د واده مراسم ترسره شول.

تر دغو مراسمو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې یوه بله ویډیو هم راڅرګنده شوه چې په هغې کې هم د ورته کم عمر لرونکي یوې جوړې د واده مراسم ښوول کیږي.

په اندونیزیا کې د ښځو د چارو یوې فعالې نائله ذکیه، دویچه ویله ته وویل چې د دغه هیواد له ولسمشر څخه د کم عمره جوړو پر ودونو د بندیز لګولو غوښتنه شوې. ذکیه یوه له هغو ۱۸ میرمنو څخه ده چې د اپریل په ۲۰مه نیټه د ولسمشر دفتر ته په دې اړه د لیدنې له پاره بلل شوي ول.

دغو میرمنو له ولسمشر سره په لیدنه کې په کم عمر کې د ودونو، د ښځو پر وړاندې د جنسي زور زیاتي او د جنسي جرایمو اړوند قوانینو په برخه کې د اصلاحاتو په څیر مسائلو ته د هغه پام واړوه.

ذکیه وایې چې ولسمشر جوکو ویدودو، رضایت وښود چې د مور پلار په اجازه د واده کولو له پاره دې د هلک عمر ۲۲ او د نجلۍ ۲۰ کاله وټاکل شي.

د یونیسف او د اندونیزیا حکومت له خوا په یو ګډ تازه خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې د اټکلونو له مخې په دې هیواد کې ۱۷ سلنه نجونې تر ۱۸ کلنې په کم عمر کې ودیږي. اندونیزیا له ۲۵۵ میلیونه نفوس سره د نړۍ تر ټولو ډیر نفوس لرونکی اکثریت مسلمان هیواد دی.

که د دې هیواد پرتلنه د بیلګې په توګه له بنګله دیش چې د ۷۴ سلنه نجونو او نایجیریا چې د ۷۶ سلنه نجونو ودونه په کم عمرۍ کې کیږي، سره وشي نو بیا په دې هیواد کې په کم عمر کې د ودونو اړونده سلنه ټيټه ده. خو دا چې د دغه هیواد نفوس ډیر دی نو له دې امله په کې د کم عمره جوړو د ودونو شمیر لوړ دی.

د یونیسف په حواله په اندونیزیا کې د هغو ښځو شمیر چې اوس د ۲۰ او ۲۴ کلونو تر منځ عمر لري او تر ۱۸ کلنۍ په کم عمر کې یې ودونه کړي دي یو میلیون او ۴۰۸ زرو ته رسیږي. دا په داسې حال کې چې هر کال په دې هیواد کې نزدې ۵۰ زره داسې نجونه ودیږي چې تر ۱۵ کلونو کم عمر لري.