په اندونيزيا کې څونامي پراخه مرګ ژوبله اړولې
۱۳۹۷ دی ۲, یکشنبهد شنبې په ماښام (د ۲۰۱۸ کال د دسمبر ۲۲مه) د اوبو يوه لويه څپه پر وچې راغله. دا په داسي حال کي چي د اړونده سيمي اوسېدونکو ته مخکنی خبرداری نه ؤ ورکول شوی. د سوماترا د ټاپو جنوب او د جاوا لويديځ په اړخ کي په لسګونو ودانۍ ويجاړې شوې دي. په انترنېټ کې خپرې شوې ويډيوګانې ښيي چې په لاسي چراغونو سمبال ځايي اوسېدونکي څنګه په وارخطايۍ سره هڅه کوي چې لوړو پرتو سيمو ته ځانونه ورسوي.
د اوسنيو معلوماتو له مخې دغه څونامي پر له پسې عوامل لري: د اناک کراکاتاو په نوم د يوه اورشيندي تر اورغورځونې وروسته ښايي تر اوبو لاندې ځمکه ښويېدلې وي چې ورپسې يې د اوبو څپې رامنځ ته کړې دي. د سپوږمۍ جاذبې قوې هم دغې سلسلې ته ښايي زور ورکړی وي. له حوادثو سره د مبارزې د ادارې وياند، سوتوپو پوروو نوګروهو وويل چې «دغه ترکيب د څونامي د ناڅاپه رامنځ ته کېدو سبب شو.» ځمکپېژندونکي اوس د هغه په خبره د دغو عواملو په هکله څېړنه کوي، په داسې حال کې چې د قربانيانو شمېر ښايي نور هم پسې لوړ شي.