1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اندونيزيا کې يو ځوان او يوه پېغله په درو ووهل شول

۱۳۹۷ بهمن ۱۳, شنبه

د اندونيزيا په آچي ايالت کې يوه پيغله او د هغې هم عمره ملګری د دغه ايالت د اسلامي قوانينو له مخې په درو وهل شوي دي. پر دغو تنکيو ځوانانو د لګيدلې تور له مخې دوی په لويه لاره له يو بل سره د غاړې ورکولو ستړې مه شه کړي وه.

https://p.dw.com/p/3Cbfy
Indonesien Junge Paare wegen Sex vor der Ehe in Indonesien ausgepeitscht
انځور: picture-alliance/dpa/H. Simanjuntak

د اندونيزيا له آچې سيمې څخه د فرانس پرېس خبري آژانس د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د فبرورۍ لمړۍ) رپوت ورکړ چي يوه انجلۍ او يو هلک په لويه لاره «په مينه د غاړه ورکولو» په حال کې ليدل شوي ول. د راپور له مخې هغوی ته د ياد تور له کبله په درو د وهل کېدو سزا ورکول شوه. دا په داسې حال کې ده چې د اندونيزيا په دغه سيمه کې د مروجه اسلامي قوانينو له مخې دغه ډول فعل يو «جرم» ګڼل کيږي.

آچې د اندويزيا د سماترا ټاپو په يوه داسې څنډه کې پروت دی چې هلته هغه کسان چې قيمار وهي، شراب چښي او يا هم له چا سره د نامشروع جنسي اړيکو مرتکب ګرځي د دغو کړونو د سزا له پاره په دورو وهل کيږي.

په پلازمينه باندا آچې کې په دورو د وهل شوې نجلۍ او هلک عمرونه ۱۸ کاله ښودل شوي دي. د نجلۍ په اړه ويل شوي چې د پوهنتون زده کونکې او ملګری يې هم زده کونکی دی. هغوی د سيمې د يوه جومات په مخ کې هر يو اوولس اوولس دورې ووهل شول. ويل شوي چې د سزا ورکولو پر وخت په دغه ځای کې ګڼ شمير عام خلک هم حاضر ول.

دا په داسې حال کې ده چې د اندونيزيا په دغه ايالت کې تر دې يوه ورځ مخکې (د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ ۳۱مه) يو ۳۵ کلن نارينه هم په عام محضر کې په دورو وهل شوی وو. دغه نارينه په دې جرم په دورو وهل شوی وو چې د تور له مخې د سيمې په يوه مغازه کې له ېوې ښځې سره پر پټو ليدو کتو بوخت وو. په رپوټ کې راغلي چې دغو درو «مجرمانو» په عام محضر کې په دورو له وهلو څخه د مخه څو څو مياشتې د بند سزا هم تيرې کړي دي.

په باندا آچې کې د تيرکال په دسمبر کې هم دوه داسې کسان په سل سل دورو وهل شوي ول چې ورباندي تور ؤ چي د کم عمره نجونو سره يې نامشروع اړيکې نيولې وې.