1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امريکا کې پر گرځبندیز سربیره هم مظاهرې دوام لري

۱۳۹۹ خرداد ۱۴, چهارشنبه

د امريکا په ميناپولیس کې د پوليسو د عملياتو پر وخت د يوه تور پوستي امريکايي تر وژنې وروسته يو وار بيا په زرونو کسانو د سپينې ماڼۍ مخې ته مظاهرې کړي دي. په دې ترڅ کې د شپې له خوا گرځبندیز هم له پامه غورځول شوی وو.

https://p.dw.com/p/3dBHR
USA Washington DC | Proteste gegen Polizeigewalt vor dem weißen Haus
انځور: imago images/UPI Photo/T. Katopodis

د امريکا متحده ایالاتو د حکومتي مرکز دباندې سوله ایزو مظاهرو د شپې له خوا پر گرځيدو د بندیز سره سره هم چې سه شنبه د سيمه ایز وخت له اووه بجو څخه نافذ شوی وو، دوام پيدا کړ. په زرونو کسان د پوليسو د زور زياتي، توکم پالنې او ټولنیزې بې عدالتۍ پر ضد احتجاج کوي.

د سپينې ماڼۍ مخې ته راټول شوي مظاهره کوونکي داسې شعارونه ورکوي «موږ له دې ځایه نه ځو» او «پر گرځبندیز مو لعنت». د امريکا د عدلیې وزير ويليم بار اعلان کړی چې په پلازمينه کې د امنيتي ځواکونو حضور نور هم پياوړی شوی دی.

په واشنگټن کې د امنيتي ځواک چې پوځي پوليس هم پکې شامل ول، د دوشنبې پر ماښام مظاهره کوونکي په زور وشړل. په داسې حال کې چې پوليس د احتجاج کوونکو په شړلو اخته ول، ولسمشر د سپينې ماڼۍ د گلابو له باغ څخه ليدنه کوله. نوموړي له دغه ځایه اړوند والي سره تليفوني اړيکه ونيوله او لارښوونه یې وکړه چې د مظاهره کوونکو پر ضد سخت گامونه پورته کړي او د ناکراريو د درولو په موخه یې د پوځ د گمارلو گواښ وکړ.
په هوستن کې تر ټولو ستره مظاهره

په نورو سترو ښارونو لکه نيويارک او لاس انجلس کې هم يو وار بيا احتجاجونه وشول. خو تر ټولو ستره مظاهره د تکساس په هوستن کې ترسره شوه . هلته د اټکلونو پر اساس تر ۶۰ زره زيات کسان راټول شوي ول. هلته ښاروال سلويستر تورنر ټينگار وکړ چې د پوليسو د عملياتو په ترڅ کې د وژل شوي جورج فلويد «قرباني به نه ضايع کيږي.» تورنر له دې سره دا هيله څرگنده کړه چې دا احتجاج به د تبعيض پر ضد مبارزه کې د پرمختگ لامل شي.

په دې مظاهره کې د فلويد د کورنۍ غړيو هم برخه اخيستې وه. جورج فلويد په هوستن کې د ماشومتوب او ځوانۍ وختونه تیر کړي ول او نوموړې به د راتلونکې سه شنبې په ورځ همدلته خاورو ته وسپارل شي.

خو تر اوسه د سه شنبې د ورځې له پاره د مظاهرو غږ نه دی شوی لږ تر لږ د ورځې له خوا. په يو شمير امريکايي ښارونو کې د تیرو ورځو د احتجاجونو په ترڅ کې گډوډي او چور و چپاول وليدل شو. په يو شمير ښارونو کې له همدې کبله گرځبندیز اعلان شوی.

پر ترمپ د ماس نیوکې

د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس د ولسمشر دونالد ترمپ د ناکراريو له کبله د پوځ د گمارلو گواښ غندلی دی. نوموړي د «ډېر شپيگل» آلمانۍ مجلې ته وويل: «پر اور د تېلو پاشلو پر ځای موږ بايد خلک سره پخلا کړو. د ويشل کیدو پر ځای موږ بايد د افراطيانو پر ضد اوږده په اوږده ودريږو.» نوموړي زياته کړې: «د زور د کارولو گواښ د لا زيات زور زياتي لامل کيږي.» هغه وويل: «مظاهره کوونکي هیڅکله بايد ونه پارول شي، په خبرو هم نه.»

په ميناپولیس کې د تیرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د پولیسو يوه افسر تر هغه وخته د جورج فلويد پر غاړه چې ولکچې یې هم لاسو ته پرتې وې، ځنگون ايښې وو چې هغه نوره ساه نه شو کښلای او ومړ. ټولو د دغه ۴۶ افسر څخه غوښتنه کوله چې فلويد ساه اخیستو ته پريږدي خو هغه دغه غوښتنې له پامه غورځولې.

د پولیسو دغه افسر اوس په توقيف کې دی او د قتل دعوا پرې شوې ده. نور ورسره مل درې پولیس له دندو گوښه شوي دي. د منسوټا د جزايي قوانينو پر اساس نوموړي ته ښايي د ۲۵ کالو بند سزا ورکړه شي. خو د فلويد کورنۍ د نوموړي پر وړاندې د لا سختې دعوی غوښتنه کوي. هغوی همدا راز وايي چې نور درې پولیس دې هم ونيول شي او سخته جزا دې ورته ورکړل شي.

د پوليسو په اړه د څيړنو لارښوونه
د جورج فلويد تر وژنې وروسته د ميناپولس د پولیسو په اړه د احتمالي تبعیضي چلن له کبله د چټکو څيړنو لارښونه شوې ده. د منسوټا گورنر تم والڅ وويل چې د ادارې د بشري حقونو برخې یې د ميناپولس ښار د پولیسو د ادارې پر ضد مدني حقوقي دعوا کړې ده.

اوس به د پوليسو د تیرو لسو کالونو مقررات، کړنلارې او چلن و پلټل شي څو وموندل شي چې آيا د ميناپولس ښار پوليسو له اقليتونو سره سيستماتيک تبعيضي چلن کړی که څنگه.

د پولیسو په حواله جورج فلويد په يوه مغازه کې د شلو ډالرو په جعلي نوټ د سودا اخيستو هڅه کړې وه خو د مغازې خاوند پرې پوهيدلی وو او پوليس یې را خبر کړي ول. د دوکان مالک محمود ابومايالې د فلويد پر وژنه سخته خواشيني څرگنده کړې. هغه د فيسبوک پر خپله پاڼه ليکلي: «که څه هم چې جورج ډېر مقاومت نه کاوه خو پولیسو بيا هم د هغه ژوند واخیست. دا خبره هم ډېر احتمال لري چې ښايي هغه هيڅ نه پوهيده چې دغه نوټ جعلي دی.»

USA Demonstration George Floyd am Times Square in New York
په نيويارک کې د خلکو احتجاجانځور: Getty Images/AFP/T.A. Clary
USA George Floyd Proteste in Houston - Bürgermeister Sylvester Turner
د هوستن ښاروال سلویستر تورنرانځور: picture-alliance/AP Photo/D.J. Phillip

bs/qp (dpa, afp, rtr)