«په امريکا کي د مهاجرو کاروانونه يو ډول سیاسي حرکت هم دی»
۱۳۹۷ آبان ۱۶, چهارشنبهد مهاجرت په چارو کي آلماني څېړونکي او د اوسنابروک پوهنتون استاد، یوخین اولمیرت ویلي دي چي«د جنوبي امریکا هغه وگړي چي امريکا متحده ايالاتو ته ورروان دي، په دې کي دا چانس هم ویني چي په خپلو هیوادونو کي یې تشدد، اقتصادي بحرانونو او له منځه تلونکو دولتونو ته د عامه ذهنیت توجه راجلب سي». په دې ډول سره هغوی غواړي ټوله اړخونه یوې معاملې او سازش ته مجبوره کړي. د اولمیرت په خبره اوس لا دوی دغه هدف په خپلو مارشونو سره تر یوه حده پوري تر لاسه کړی دی.
خو دا چي دوی به واقعأ د امريکا متحده ايالاتو تر سرحدونو ورواوړي، په دې کي شک موجود دی. د اولمیرت په نظر دغه کسان ښايي یوازي هغه وخت امریکا ته د اوښتو چانس ولري چي که په انفرادي ډول سره جلا جلا کوښښ وکړي.
اوس له هندوراس، گواتيمالا او السلوادور څخه په څو ډلو کي په زرونو کسان امريکا متحده ايالاتو ته روان دي. د رسنیو په حواله لومړۍ ډله چي تقریبأ۱۷۰۰کسان کيږي، مکسیکو ښار ته رسیدلې ده.
له بلي خوا بیا په هره اندازه چي دوی د امریکا سرحد ته نژدې کیږي، په هغه اندازه د وضعي د خرابیدو خطر هم ورسره ډیریږي. ځکه چي د امريکا جمهوررئيس دونالد ترمپ له یونیم کال راهیسي د مهاجرت د سختیدو ښکاره سیاست پرمخ بیايي او همداوس یې هم په سختو الفاظو سره ددغو مهاجرو پرضد خبري کړي دي.
زموږد آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 26.06.2018)