1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امريکا کي د استازو مجلس ټاکني ديموکراټانو گټلي دي

۱۳۹۷ آبان ۱۶, چهارشنبه

د دونالد ترمپ مخالف گوند د امريکا متحده ايالاتو د استازو مجلس انتخابات گټلي دي، خو ترمپ بیا په سنا مجلس کې خپل اکثریت نور هم پراخ کړی دی.

https://p.dw.com/p/37nCF
Nancy Pelosi
انځور: Reuters/A. Drago

په امريکا متحده ايالاتو کي د پرون سه شنبې ورځي انتخاباتو یو ویشل سوی کانگرس رامنځته کړ: له یوې خوا د جمهوررئيس دونالد ترمپ گوند وکړای سول په سنا کي خپل لږ اکثریت پراخ کړي، خو له بله اړخه یې بیا په استازو مجلس کي اکثريت پر ديموکراټانو باندي بايلود.

ديموکراټان اوس کولای سي، په استازو مجلس کي په خپل دغه اکثریت سره د جمهوررئيس هغه اوامر او اعلامیې ردي کړي، چي د هغه له پاره مهمي دي، د مثال په ډول د ترمپ د مالیاتو اعلامیه. په سختو حالاتو کي کولای سي چي د (Impeachment) په نامه د جمهوررئيس د لیري کیدو پروسه هم پيل کړي، چي د نمایندگانو مجلس په یوه عادي اکثریت سره په جریان کي کيدای سي. خو د جمهوررئيس د لیري کیدو پروسه باید د سنأ دوه پر درې اکثریت ومني. خو په سنا کي بيا جمهوري غوښتونکي اکثریت دي.

د ترمپ له پاره به دا هم ډیره په اصطلاح بې خونده سي، چي که ديموکراټان د ۲۰۱۶م کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو د انتخاباتي مبارزې د تمویل او روسیې د ممکنه مداخلې د څېړلو غوښتنه وکړي.

په مجموع کي به نو په استازو مجلس کي د ديموکراټانو دغه اکثریت د ترمپ له پاره سخته کړي، چي خپلي سیاسي غوښتني عملي کړي، ځکه چي د ديموکراټانو اکثریت به وکړای سي، قوانین بلاک او رد کړي.

د جمهوررئيس ترمپ وياندي سارا هاکبی سندرز ويلي دي چي ترمپ په استازو مجلس کي د ديموکراټانو مشري ننسي پيلوسي ته تليفون کړی او هغې ته ئې د بريا مبارکي ويلې ده. سندرز ويلي دي چي د انتخاباتو د پايلو په اړه د راپورونو په جريان کي ترمپ له ډيرو سره تليفونونه کړي دي.