په المپايي لوبو کي د سروزرو مډالونو امیدونه
څوک به په ریو دي ژنیرو کي د المپیایی لوبو اتل سي؟ په دغو انځورونو کي تاسو ته د آلمان هغه تکړه ورزشکاران درپيژنو چې د سروزرو د مډالونو د تر لاسه کولو ښه چانس لري.
د پنځو عصري لوبو اتله: لینا شیونه بورن
دغه ۳۰ کلنه په آلمان کی د پنځو عصری لوبو ورزشکاره ده. په ۲۰۰۸م کال کی یې په پیکنگ کی د نېره غورځولو، لامبو، آس ځغلوني، نخښه ويشتني او ځغاستي په برخه کي د سرو زرو مډالونه وگټل. خو څلور کاله وروسته یی په لندن کی ډیر بری تر لاسه نه کړ او مایوسه سوه. په ۲۰۱۵م کال کي د لومړي وار له پاره نړیواله اتله سوه. هغې د ریو د لوبو له پاره ښه تیاری نیولی دی.
کايک چلوونکی: زبستیان بریندل
زبستیان بریندل له کلونو راهیسی نړیوال اتل، د اروپا اتل او همدارنگه د المپیایی لوبو اتل پاته سوی دی. دغه اته ویشت کلن د ریو دي ژنیرو اتلولیو ته په کتو سره په ډیر جرأت سره وايي چي زه به بیا هم لوبه وگټم.
د هندبال په برخه کی د نارینه وو آلمانۍ لوبډله
له هغه وروسته چي دغي لوبډلي په ۲۰۱۶م کال کي په پولند کي د اروپا اتلولي وگټله، اوس نو باید په برازیل کی هم ښه وځلیږي. ددغه ټیم ترینر داگور زیگوردسون، غواړی د هندبال په برخه کي آلماني ځوانان تر برازیل پوري بدرگه کړي. نوموړي ټیم په دې ونه توانید چی په لندن کي د ۲۰۱۲م کال په لوبو کي گډون وکړي.
دیسک اچوونکی: روبرت هارتینگ
آیا هغه به بیا هم لکه څلور کاله مخکي په لندن کي له ډیري خوشحالیه خپل تریکو څیري کړي؟ پوښتنه داده چی د دغه ۳۱ کلن سالم بدن به ورسره ملتیا وکړی او که څنگه؟ دا ځکه چي هغه د ملا د درد له امله ډیر وخت تمرین نه دی کړی. هارتینگ وایی چی زه باید ځان له سره تکړه او قوي کړم.
اته کسیزه کښۍ چلول
د نړیوالو لوبو په فاینل کي دغه آلماني ټیم له بریتانیا څخه مخکی سو. آلمانی ترینر رالف هولتمایر، وایی چي موږ پر ځان باندي په اعتماد لرلو سره د برازیل په اتلولۍ کي گډون کوو. په لندن کی نوموړي ټیم په ۲۰۱۲م کال کی د سرو زرو مډال گټلی ؤ.
د تینس اتله: انگیلیکه کیربر
د آسترالیا په ویمبیلدون کي د فاینل لوبو په ترڅ کي ۲۸ کلنه انگیلیکه کیربر، پس له ډیرو هلو ځلو نژدې ؤ چي له سیرینا ویلیم څخه لوبه گټلې وای. ښايي دا ځل وکولای سي د دوهم مقام دغه گټونکې، په ریو کي د المپیایی لوبو اتله سي.
غونډارې غورځوونکې: کریستینا شوانیڅ
د اروپایی اتلولۍ دغه ۳۰ کلنه اتله مخکی له مخکی وایی چی زه غواړم د اروپایی اتلولۍ مقام دلته هم په لاس راوړم. په امستردام کي د اروپايي اتلولۍ او په ۲۰۱۵م کال کي په پیکنگ کي هغې د غونډاري غورځولو په برخه کي لومړی مقام تر لاسه کړ. نو ښایی د المپایی لوبو د اتلولۍ کپ هم د هغې په برخه سي.
د غېږ ايستلو اتل: فرانک شتیبلر
په اوس وخت کی نوموړی ۲۷ کلن له نژدې شلو کلونو راهیسی د غیږ ايستلو په برخه کي لومړنی آلمانی اتل شمیرل کیږي. هغه وایی چی زه غواړم تر ټولو ښه اوسم. نو دا به د تعجب ځای هم نه وی چي هغه به د ریو د اتلولیو په پای کي لومړی مقام هم تر لاسه کړي.
د ښځینه فوټبالرانو ملي لوبډله
د المپیايي لوبو گټل به د آلماني ټیم د ترینرې سیلویا ناید، له پاره د هغې د کار د پای ته رسیدو په برخه کي یوه ښه ډالۍ وي. هغه غواړي په ریو کي د المپيا تر اتلولیو وروسته د ترینري په توگه خپله دنده پریږدي او هغه شتیفی یونس ته وسپاري. د نارینه وو فوټبالرانو برعکس په لوبه کولو کي د ښځینه فوټبالرانو د سن وسال حد په نظر کي نه نیول کیږي.
لامبو وهونکی: مارکو کوخ
دغه ۲۶ کلن تصادفاتو ته ځان نه سپاري. مارکو کوخ د ریو دي ژنیرو په المپیايي لوبو ته په آزادو حوضونو کي د لامبو د تمرین له لاري ښه تیاری نیولی دی. د څّه د پاسه ۲۰۰ متره لامبو دغه نړیوال اتل د سرو زرو د مډال د تر لاسه کولو په برخه کی مناسب کاندید بلل کیږي.
کښتۍ چلوونکی: فیلیپ بوهل
د نړیوالو لوبو د دوهم مقام درلودونکی دغه اتل وايي چي زه نه غواړم یوازي په دغو لوبو کي برخه واخلم، بلکي غواړم چي یو مډال هم تر لاسه کړم. فیلیپ بوهل ته د ریو په المپیايي سياليو کي اته نور سیالان هم انتظار باسي. په دغو سياليو کي د بدن غښتلتیا هم مهم رول لوبوي.
د دریسور په نامه د آس ځغلونی لوبډله
د آس ځغلونې په برخه کي کریستینا برورینگ شپرې د ښه چانس درلودونکې ده چي په برازیل کي په المپیایی لوبو کي د سروزرو مډال په لاس راوړي. د نوموړي آلماني ټیم په ۲۰۱۲م کال کي کوربه لوبډلې بریتانیا ته ماته ورکړه. مخکي تر دې هم دغه ټیم اوه واره په پرله پسې ډول د المپیايي لوبو اتل گرځیدلی دی.
نیزه غورځوونکی: توماس روهلر
توماس روهلر، په امستردام کي د اروپايي اتلولۍ په لوبو کي پنځم ځای ترلاسه کړ. خو د جون په آخره کي یې د فنلند په تورکو کي د اول وار له پاره د ۹۱ اشاریه ۲۸ متر په واټن د نیزې غورځولو په برخه کي ډیر ښه وځلید. نوموړي ۲۴ کلن په ریو کي المپیايي لوبو ته ښه تیاری نیولی دی.
گولف: مارتین کېمر
له هغه وروسته چي د گولف په برخه کي د نړۍ تر ټولو درو تکړه ورزشکارانو ونه غوښتل د په المپيايي لوبو کي برخه واخلي ، د آلماني ستوری مارتین کېمر چانس نور هم ډیر سو. د هغه د ټیم د همکارا په حواله، نوموړی دیرش کلن په برازیل کي د زیکا په نامه ویریوس څخه کومه بیره نه لري.
د جمناستيک تکړه ورزشکار: فابیان همبوشن
په ۲۰۰۸م کال کي په پیکنگ کي د ژیړو او په ۲۰۱۲م کال کي یې د لندن په لوبو کي د سپینو زرو مډالونه گټلی دي. په دې ډول نو هغه باید د برازیل په لوبو کي د سرو زرو مډال په لاس راوړي. که څه هم نوموړي ورزشکار په اول سر کي د اوږې درد درلود خو بیا یې هم وکولای سول د ریو المپیایی لوبو ته ځان کاندید کړي.
د نارینه وو د هاکي ملي لوبډله
د جرمنی د هاکي ملي لوبډله په تیرو څلورو وروستیو المپیايي لوبو کي یو د ژیړو او درې د سرو زرو مډالونه گټلي دي. په ۲۰۱۲م کال کي یې په لندن کي په المپیايي لوبو کي لومړی مقام تر لاسه کړ او روسته هم ښه وځلید.