په افغانستان کې ۱۵ امنیتي سرتیري او ۲۱ طالبان وژل شوي
۱۳۹۷ مهر ۱۹, پنجشنبهپه افغانستان کې د پارلماني ټاکنو په رانیږدې کیدو سره، وسله والې شخړې مخ پر ډیریدو دي. په کندوز کې د ولایتي شورا غړي امرالدین ولي وویل چې د پنجشنبې په ورځ له طالبانو سره په جګړه کې ۱۵ سرحدي پولیس وژل شوي دي. د ولایتي شورا دغه غړي وویل چې طالبانو د کندوز ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو پر یوې امنیتي پوستې ډله ایز برید کړی چې په پایله کې یې ۱۵پوليس وژل شوي دي.
د کندوز د ولايتي شورا دغه غړي د طالب جنګیالیو د مرګ ژوبلې په هکله معلومات په لاس کې نه لرل، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په دې جګړه کې د ۲۵ سرتیري د وژل کیدو او اوو کسانو د ټپي کیدو ادعا کړې ده.
کندوز ولایت په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو کې د لنډې مودې له پاره د طالبانو لاس ته لویدلی وو چې پکې دواړو لورو ته درانه تلفات اوښتي ول. که څه هم طالبان د کندوز ولایت په ځينو ولسوالیو کې حضور لري، خو دغه ولایت بیا د تیرو دوو کلونو په ترڅ آرام وو.
په عین وخت کې کابل ته څیرمه په وردګو ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ډيرو طالب جنګیالیو د وژل کیدو خبر ورکول کیږي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې افغان ځانګړو ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ ۲۱ طالب جنګیالي وژلي دي.
د اعلامیې په حواله په وژل شوو طالب جنګیالیو کې د دوی لوړ پوړي قوماندانان هم شامل دي. اعلامیه همدا راز زیاتوي چې د طالبانو یوې ډلې غوښتل څو د پارلماني ټاکنو د خرابولو په موخه یو لړ بریدونه پلان کړي.