1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا د ټاکنو کمیسیون د رامنځ ته شوي کړکیچ حل لاره لري؟

۱۳۹۸ آبان ۲۰, دوشنبه

د ولسمشریزو ټاکنو ځینې نوماندان ادعا کوي چې د رایو جاڼولو مدیریت د ټاکنو کمېسیون له واکه وتلی. ګلبدین حکمتیار خو آن د یوه لنډ مهاله حکومت په شتون کې د بیا ټاکنو غوښتنه کوي. د ټاکنو بهیر کوم لور ته روان دی؟

https://p.dw.com/p/3Splu
Afghanistan Stimmauszählung
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Noroozi

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د سپتمبر پر ۲۸مه نيټه ترسره شوې، خو څه کم دوه میاشتې وروسته هم د دغو ټاکنو پایلو اعلان ته هیلې له ناهیلیو سره مل دي. تر عبدالله عبدالله وروسته د ولسمشرۍ دوو نورو نوماندانو ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل، هم د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ میلادي کال د نوامبر ۱۱مه نیټه) د رایو تفتیش او بیا شمېرنې بهیر ناقانونه وباله.

حکمتیار خبریالانو ته وویل، چې د سپټمبر د ۲۸مې نیټې په ولسمشریزو ټاکنو کې کارول شوې ۴۴ سلنه رایې تقلبي دي. د نوموړي په خبره د دغو ټاکنو لومړی پړاو ګټونکی نه لري او دویم پړاو یې باید د یوه لنډمهاله حکومت په شتون کې ترسره شي.

حکمتیار وويل: «موږ نویو ټاکنو ته اړتیا لرو چې په هغو کې باید د حکومت مسوول د ټاکنو نوماند نه وي، د ټاکنو دویم پړاو په ژمي کې ممکن نه دی نو دا ټاکنې باید په راتلونکی پسرلی کې د یوه موقت حکومت په شتون کې ترسره شي.»

د ولسمشرۍ د دغه نوماند په خبره د تلې یا میزان د شپږمې نیټې په ټاکنو کې د تقلبي رایو ۸۰ سلنه یې د ولسمشر غني په مشرۍ د »دولت جوړونکي« ټاکنیز ټیم په ګټه کارول شوي.

خو د ولسمشر غني ټاکنیز ټیم ویاند محمد یار یار، دویچه ویله ته وویل چې ډلې ته یې ټاکنیز شفافیت لومړیتوب لري او په دې برخه کې د ښاغلي حکمتیار ټول تورونه بې بنسټه دي. هغه زیاته کړه: «د لنډ مهاله حکومت طرحه د بهرنیو هېوادونو ده او افغانان بیا د دغه شان طرحو تجربه کولو ته چمتو نه دي. حکمتیار پر ټاکنو باور نه درلود او اوس یې څرګندونې هم د بحران په خاطر دي.»

Afghanistan Gulbeddin Hekmatjar, Rückkehr nach Kabul
تر عبدالله عبدالله وروسته ګلبدین حکمتیار هم د رایو تفتیش او بیا شمېرنې بهیر ناقانونه وباله. انځور: Reuters/O. Sobhani

په همدې حال کې د ولسمشرۍ ټاکنو یو بل نوماند رحمت الله نبیل، هم ادعا وکړه چې مشخص ټاکنیز ټیم د دولتي امکاناتو په درلودلو سره ټاکنیزو درغلۍ کړې دي. نبیل زیاته کړه چې له درغلیو د ډکو رایو پایلې به هیچا ته هم د منلو وړ نه وي. هغه زیاته کړه: «موږ اوس د نورو بحرانونو ترڅنګ په انتخاباتي بحران هم ورګډ شوو. له درغلیو جوړ حکومت افغانستان له ماتې سره مخوي.»

د نبیل په وینا نورو هېوادونو ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د راتلونکي برخلیک وټاکي.

خو ایا د ټاکنو کمېسیون د ټاکنیز کړکیچ مخنیوي له پاره تګلاره لري؟

د دغه کمېسیون یوه ویاند ذبیح الله سادات، دويچه ویله ته وویل چې کمېسیون د شته طرزالعملونو او قوانینو په رڼا کې د رایو تفتیش او بیا شمېرنې ته دوام ورکوي. هغه زیاه کړه: «تمه لرو چې په راتلونکو دریو ورځو کې به د عدالت د تامین په خاطر د رایو تفتیش او بیا شمېرنې پروسه پای ته ورسیږي او موږ به نتایج اعلان کړو.»

ښاغلي سادات زیاته کړه چې ټولې ټاکنیزې ډلې یې د رایو بیا شمېرنې بهیر څخه څارنې ته بللي چې له دې ډلې د یو شمېر ټاکنیزو ټیمونو د څارونکو په شتون کې د رایو بیا شمېرنه روانه ده.

ده په دې برخه کې هغه د ولسمشر غني په مشرۍ د دولت جوړونکي او د ولسمشرۍ د یوه بل نوماند نورالله جلیلي په مشرۍ د ټاکنیزو ډلو نومونه یاد کړل چې د رایو د تفتیش او بیا شمېرلو له بهیر څخه څارنه کوي، خو پاتې نورو ټیمونو بیا له کمېسیون څخه خپل څارونکي غوښتي او له دغه بهیر سره یې پریکون اعلان کړی.

اسماعیل شاکر/ کابل