1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په افغانستان کې هرکال ۲۰زره کسان په سرطان اخته کیږي

۱۳۹۸ تیر ۹, یکشنبه

د افغانستان د عامي روغتيا ورازت وايي چي هرکال ۲۰زره افغانان د سرطان په ناروغي اخته کیږي. هغوی وايي د دې ډلي ۸۰ سلنه ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

https://p.dw.com/p/3LMYO
Symbolbild Herstellung von Krebsmedikamenten (Zytostatika) in Apotheke
انځور: picture-alliance/dpa/R. Vennenbernd

افغان چارواکي وایې، د طبي وسایلو او مجهزو روغتونونو د نشتوالي له امله افغانان هرکال درې سوه میلیونه ډالر یواځې د سرطان ناروغی پر تشخیص او درملنه لګوي.

د شمېرو له مخې، هرکال شاوخوا ۲۰ زره افغانان د سرطان په ناروغۍ اخته کیږي چې له دې ډله ۸۰ سلنه یې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د يکشنبې په ورځ په کابل کې د سرطان پرضد د مبارزې ملي سمپوزیم ته په وینا کې دا شمېرې ټکان ورکونکې وبللې: «ستاسي عدم توجه دغه مرض ته ستاسې مسئولیت دی زما هدايت تاسو ته دا دی چې پر دغو ارقامو واضح پروګرام او واضح اقدام درڅخه غواړم.»

ښاغلي غني مالیې وزارت ته سپارښتنه وکړه چې د سږ کال په بودجه کې دې د سرطان د تشخیص مرکز ځای کړي.

ولسمشر په افغانستان کې له سرطان سره د مبارزې بنسټونو په ځانګړي ډول ددې ناروغۍ د تشخیص په اړه له سرطان سره د مبارزې نړیوالو شبکو سره اړیکې یوه جدي اړتیا وبلله.

چارواکي وایې، افغانان له سرطاني ناروغیو پرته شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالر په بهر کې د نورو ناروغیو په درملنه هم لګوي.

له سرطان سره د مبارزې بنسټ مشرې نسرین اوریا خیل وویل هڅه روانه ده چې له هېواده بهر پر درملنو ددغه راز لګښتونو مخه ونیول شي.

په افغانستان کې د سینې، خولې، کولمو او معدي هغه سرطانونه دي چې په ناروغانو کې تشخیصیږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، یوازې تېر کال څه باندې درې زره ښځې د سینې په سرطان اخته وې چې ۱۷۰۰ یې مړې شوي دي.

ډاکټران وایې، سرطان اوس د درملنې وړ ناروغي ده، خو په دې برخه کې د خلکو پوهاوی اړین دی.

د هغوی په وینا د خلکو سم پوهاوی ددې ناروغۍ په تشخیص،‌ مراقیت او درملنه کې اغېزمن تمامېدای شي.

اسماعیل شاکر – کابل