په افغانستان کې سیلابونو ۶۰ کسان وژلي دي
۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۶, چهارشنبهاعلان
د دې ادارې له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې په دې سیلابونو کې پنځه نور کسان ټپيان شوي دي. دا نه ده روښانه شوې چې په کوم ولایت کې څومره کسان وژل شوي دي.
زیاته شوې ده چې په سمنګان، تخار، کاپیسا، بغلان، بدخشان، بادغیس، غور، پنجشیر، سرپل، غزني، پروان، بلخ او هرات ولایتونو کې د سیلابونو له کبله ۳۴۳ کورونه په بشپړه توګه او ۶۶۳ نور په قسمي توګه ویجاړ شوي دي.
په بیانیه کې راغلي دي چې سیلابونو همداراز ۶۰۰ څاروي وژلي او ۳۹۲۰۰۰ متر مربع زراعتي ځمکه هم ویجاړه کړې ده.
د افغانستان د اضطراري حالاتو او طبیعي افاتو سره د مبارزې ادارې ویاند عمر محمدي، ویلي دي چې اوس د وضعیت ارزونه روانه ده او ځايي او نړیوال سازمانونه زیانمونو کسانو ته د مرستو رسولو په حال کې دي.
د ۲۰۱۵م کال په اپریل میاشت کې په بدخشان ولایت کې د ځمکې ښویدنې په پایله کې ۵۲ کسان ووژل شول.