په افغانستان کې دوه پاکستاني برمته شوي دیپلوماتان آزاد شوي
۱۳۹۶ مرداد ۵, پنجشنبهاعلان
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کې راغلي دي: «په جلال آباد کې د پاکستان د قنسلګرۍ دغه دوه دیپلوماتان د ۲۰۱۷م کال د جون پر ۱۷مه نیټه هغه وخت چې له جلال آباد ښار څخه د تورخم پر لور روان ول برمته شوي ول. اوس هغوی روغ بیرته آزاد شوي دي.»
افغان ولسمشر په کابل کې پاکستاني چارواکو ته د تلیفون له لاري خبر ورکړی دی چې دیپلوماتان په عملیاتو کې آزاد شوي او اوس له افغان امنیتي ځواکونو سره دي.
اوس نو دواړه دیپلوماتان په کابل کې د پاکستان سفارت ته سپارل شوي چې بیا وروسته به اسلام آباد ته ولیږدول شي.
په وروستیو وختونو کې د کابل او اسلام آباد تر منځ اړیکې ترینګلې دي. دواړه هیوادونه یو پر بل د وسله والو مخالفینو د ملاتړ تورونه لګوي خو دواړه اړخونه بیا دغه تورونه په کلکه ردوي.