1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یوناما د ماموریت پر سر چین او امریکا ولي اختلاف لري؟

۱۳۹۸ شهریور ۲۶, سه‌شنبه

د امنیت شورا غړي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر د ماموریت د غځیدو پر پریکړه لیک توافق ته ونه رسیدل. چین او روسیه په دغه پریکړه لیک کې د چین د «کمربند او سړک» د طرحې په تړاو له امریکا سره د نظر اختلاف لري.

https://p.dw.com/p/3PigF
New York UN Sicherheitsrat Sitzung
انځور: picture-alliance/Xinhua/L. Muzi

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یوناما شپږ میاشتنی ماموریت د سه شنبې په ورځ پای ته رسیږي. د امنیت شورا غړو د دوشنبې په ورځ د تړلو دروازو تر شا دوه نیمه ساعته خبرې وکړي، خو د چین د غوښتنې له وجې د پریکړه لیک پر سر توافق ته ونه رسیدل.

د روسیې سفیر واسيلي نبنزیا، چې اوس د شورا دوره یي مشري هم پر غاړه لري، تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې دیپلوماتان پر نوي مسودې باندې کار کوي او «موږ یوه جوړ جاړي ته د رسیدو په پروسه کې قرار لرو.» هغه وویل چې امنیت شورا به د سه شنبې په ورځ د رایو په اتفاق سره یوه تړون ته د رسیدو په هیله بیا سره غونډه وکړي.

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دا په شپږو میاشتو کې دوهم وار دی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر د ماموریت د تمدید په پریکړه لیک کې د «کمربند او سړک» د سترې پروژې د نوښت د تذکر پر سر ناندرۍ راپورته کیږي.

په افغانستان کې په ۲۰۱۶، ۲۰۱۷، او ۲۰۱۸م کلونو کې د یوه کال له پاره د دغه ماموریت د غځیدو په پریکړه لیکونو کې د «کمربند او سړک» د ستر نوښت په گډون د سیمه ایزې اقتصادي همکاریو چې افغانستان پکښې شریک وي هرکلی شوی وو. دغه ستره پروژه چې لګښت یې یو تریلیون ډالره اټکل شوی دی، چین له آسیا، اروپا او اروپا سره نښلوي.

خو کله چې په مارچ میاشت کې د دغه ماموریت د غځیدو خبره مطرح شوه، نو په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو مرسیتال سفیر جوناتن کوهن، اعتراض وکړ او ویې ویل چې پيکینګ پر دې باندې ټینګار لري چې دغه پریکړه لیک «د افغانستان د خلکو پر ځای د چین ملي پالیسۍ د لومړیتوب په توګه وګرځي.»

د چین مرستیال سفیر وو هایتاوو، هغه مهال له دغو څرګندونو سره خپل مخالفت ښوولی وو او ویلې یې وو چې د امنیت شورا یو غړی «فضا زهرجنه کوي»، چې په دې سره یې اشاره متحده ایالاتو ته وه.

هغه ویلي ول چې د «کمربند او سړک» ابتکار «د افغانستان د بیا رغاونې او اقتصادې ودې سبب کیږي». د هغه په خبره کله چې شپږ کاله ترمخه دغه پروژه پيل شوه، نو ۱۲۳ هیوادونو او ۲۹ نړیوالو سازمانونو له چین سره د ګډو پراختیایي پروګرامونو تړونونه لاسلیک کړي وو.

د همدغه اختلاف له کبله په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه ساده متن له مخې د یوه کال پر ځای د شپږو میاشتو له پاره وغځول شو.

په روانه میلادي میاشت کې د دغه ماموریت تر ختمیدو دمخه، آلمان او اندونیزیا د یوه کال له پاره د دغه ماموریت د غځیدو مسوده جوړه کړه. په دغه مسوده کې د افغانانو په مشرتوب او تر کنترول لاندې د سولې له پروسې څخه د ملګرو ملتونو ملاتړ، د سپتمبر میاشتې پر ۲۸نیټه د ولسمشرۍ له ټاکنو د ملګرو ملاتړ او د تروریزم پر ضد جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو پر ټینګ ملاتړ باندې تمرکز شوی. خو د مسودې په متن کې د چین د «کمربند او سړک» له نوښت څخه یادونه نه ده شوې.

چین او د هغې نزدې متحد روسیې یوه بله مسوده وړاندې کړه چې نور ټول اساسي محتویات ترې ایستل شوي او یوازې په ساده ډول د یوه کال له پاره د دغه ماموریت تمدید وي.

د شورا دیپلوماتانو د دوشنبې ورځې تر غونډې وروسته وویل چې ښایي چین او روسیه د آلمان – اندونیزیا پيشنهاد شوې مسوده ویټو کړي او همداشان د چین – روسیې مسوده به د تائید اړینو ۹ رایو په تر لاسه کولو ونه توانیږي. نو له دې کبله دیپلوماتان د دوشنبې په شپه غونډه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د سویلي افریقا سفیر جیري مجیلا ویلي دي: «زه فکر کوم چې د جوړجاړي یو چانس شته.»

(اې پي)