1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په افغانستان کې د چیک جمهوریت وژل شوو عسکرو وروستي مراسم

۱۳۹۷ مرداد ۱۸, پنجشنبه

چیک جمهوریت په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې د وژل شوو خپلو دریو سرتیرو وروستي مراسم تر سره کړل. د چهارشنبې په ورځ د دغو دریو سرتیرو جسدونه د چیک هیواد پلازمینې پراګ ته د الوتکې له لارې ورسیدل.

https://p.dw.com/p/32rxW
Afghanistan ISAF Soldaten bei Bagram 29.05.2014
انځور: Brendan Smailowski/AFP/Getty Images

 د چیک جمهوریت د سي ټي کې، خبري آژانس د راپور له مخې په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې د وژل شوو سرتیرو د ویر په مراسمو کې د یادو سرتیرو د خپلوانو ترڅنګ د چیک جمهوریت ولسمشر میلوش زیمن، د حکومت مشر اندري بابیس او همداشان د بهرنیو او دفاع چارو وزیرانو هم ګډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې د چیک جمهوریت ولسمشر زیمن دریو واړو سرتیرو ته چې ۲۵، ۲۸ او ۳۶ کلنۍ کې وژل شوي دي، د میړانې د مډالونو د ورکړې اعلان وکړ.

په کابل کې د بګرام پوځي اډې ته څیرمه په ځانمرګي برید کې وژل شوو سرتیرو ته د درناوي په پار په ټول چیک جمهوریت کې نصب شوي د ملکي کسانو د خوندیتوب له پاره د لوړ غږ لرونکي زنګونه د ۱۴۰ ثانیو له پاره فعال کړل شول. په عین وخت کې په دغه هیواد کې کاتولیک کلیساګانو هم د دعا مراسم تر سره کړل.

د ۲۰۰۲م کال راهیسې د چیک جمهوریت شاوخوا ۹۰۰۰ سرتیرو د ناټو ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې دنده ترسره کړې او تر دې مهاله په افغانستان کې د دې هیواد ۱۳ سرتیري وژل شوي دي. اوسمهال دغه هیواد په افغانستان کې شاوخوا ۲۵۰ سرتیري لري چې د ناټو د غوڅ ماموریت په چوکاټ کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او مشورې په برخه کې فعالیت کوي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د دغو سرتیرو وژل کیدو په چیک جمهوریت کې د افغانستان ماموریت د اهمیت په هکله بحثونه راپارولي دي. د حکومت مشر بابیس، وژل شوي عسکر د اتلانو په څیر وستایل چې له هیواده وړاندې د ترهګرۍ پر وړاندې وجنګیدل.