په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د اوربند غځيدو هڅې
۱۴۰۰ آذر ۱۷, چهارشنبه
د آلمان خبري آژانس د پاکستاني چارواکو له قوله خبر ورکوی چې په دې اړه د حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ مذاکرات روان دي.
د پاکستاني طالبانو لږ تر لږه دوو منابعو دغه آژانس ته منلې ده چې د اوربند مودې د غځولو په موخه مذاکرات په افغانستان کې ادامه لري، اما د پایلو په اړه يې کوم ډاډ نه دی څرګند کړی.
خو د پاکستان د استخباراتي ادارې يوه چارواکي چې له دغو مذاکراتو څخه کتنه کوي، ویلي دي: «د اوربند غځولو له پاره زموږ خبرې په وروستي پړاو کې دي.»
د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان ډله، تیره مياشت د يو میاشتني اوربند په رامنځ ته کيدو توافق ته ورسیدل. د آلمان خبري آژانس په حواله، دغه اوربند د نومبر له ۹مې څخه عملي شوی وو چې موده يې همدا روانه اوونۍ پای ته رسیږي.
خبري آژانس زیاتوی چې د اوربند دا توافق په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د داخله وزیر سراج الدین حقاني په منځګړيتوب شوی دی. سراج الدین حقاني چې د افغان طالبانو يو مخکښ غړی او د حقاني شبکې مشر دی، پرې ګمان دی چې د پاکستان له استخباراتي سازمان سره ژورې اړيکي لري.
پاکستاني طالبان هم له هغه سخت دريځ څخه پیروي کوي چې په افغانستان کې يې افغان سني مذهبه طالبان مخته وړي.
د تیرو نژدې دوو لسیزو په اوږدو کې د پاکستاني طالبانو په بمي او ځان وژونکو بریدونو او نورو وسلوالو حملو کې، شاوخوا ۸۰ زره پاکستاني ځواکونه او ملکيان وژل شوي دي.
د پاکستاني طالبانو په اړه ادعا کیږي چې هغوی په ۲۰۱۴م کال کې د پاکستان پوځ د چاڼيزو عملیاتو په نتیجه کې له سرحدي علاقو څخه د افغانستان خاورې ته واوښتل او په پاکستان کې يې خپل بریدونه د افغانستان په خاوره کې له خپلو مرکزونه تنظیمول. د پاکستان حکومت دغه ادعاوې د افغانستان پخواني حکومت په وار وار سره رد کړې وې.
پاکستاني طالبانو په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدلو وروسته خپلو بریدونو ته زور ورکړ، خو د اوربند دا يوه مياشت آرامي وه.