په افغانستان کې د لړمانو د زهرو څلورم فارم جوړ شوی
۱۳۹۸ آذر ۱۸, دوشنبهپه دې وروستيو کې په افغانستان کې د لړمانو د ساتلو او توليد سره علاقه ډيره شوې ده. د لړمانو د زهرو لومړنۍ فابريکې څلور مياشتې مخکې د هرات په ولايت کې د ۲۲ بيلا بيل ډوله لړمانو په درلودولو سره په کار پيل وکړ. وروسته بیا د لړمانو د توليد دوه نور فارمونه چې له ۱۷ زره څخه تر ۲۰ زره پورې د لړمانو ساتلو وړتیا يې درلوده، د هلمند په ولايت کې رامنځ ته شول. اوس مهال د هلمند په ولايت کې د لړمانو د ساتلو او روزلو څلورم ستر فارم ګټې اخستينې ته وړاندې شوې دې.
د افغانستان د کرني او مالدارۍ وزارت وايې، چې د لړمانو د توليد څلورم فارم په دې وروستيو کي په هلمند کې جوړ شوې او د ۶۰ زره لړمانو د ساتنې وړتيا لري. د دغه فارم د مسؤلینو په وينا دغه فارم به په څوو راتلونکو کلونو کې تر دوه ميلونه لړمانو د ساتنې وړتيا ولري.
د کرنې او مالدارۍ وزارت وياند اکبر رستمې دويچه ویله ته وويل، چې د دغه نوي فارم په جوړیدلو سره په سلونو کسانو ته د کار شرايط هم برابر شوي دي. هغه زياته کړه:«د دغه فارم په رامنځ ته کيدلو سره ۵۰۰ کسانو ته کار پيدا شوې.»
د لړم له زهرو کار اخيستنه
په نړۍ کې د لړم زهر د ډيرو ارزښتناکو مايعاتو څخه شميرل کيږي، چې د سرطان، ملاریا او د انتي بیوتيک درملو کې ترينه کار اخيستل کيږې. ويل کيږې چې د لړمانو زهر د يو ډول مادې درلودونکې دي، چې د سرطاني تومورونو په پيژندنه کې ترينه ګټه اخيستل کيږې. دا زهر په امريکا، اروپايي اوعربې هیوادونو کې بازار لري.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې د لړمانو يو کيلوګرام زهر د نړۍ په بازارونو کې له يو ميلون څخه تر پنځه مليونه ډالرو پورې، پلورل کيږې. رستمې په دې اړه وايې: «د طبابت په برخه کې د سرطان لوړې بیې لرونکې درملو له پاره ترینه کار اخیستل کيږې له همدې کبله یې خلکو پالنې ته مخه کړې ده.»
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايې، چې په يو شمير ولايتونو کي په خاصه توګه په غزني او خوست کې هم خلکو د لړمانو د ساتنې او توليد فارمونو په جوړولو لاس پورې کړې دې.
دغه وزارت خپلو ټولو ولايتې شورا ګانو ته امر کړې چې له خلکو سره په دې لاره کې مرستې او هغوې ته فنې لارښوونې وکړې، تر څو د دغه ډول فارمونو د جوړيدلو شمير زیات شي.