په افغانستان کې د زعفرانو تولید کابو ۲۰ ټنو ته رسیدلی
۱۳۹۸ دی ۴, چهارشنبهپه افغانستان کې په وروستیو کلونو کې د زعفرانو په کښت او حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې په روان لمریز کال کې په افغانستان د زعفرانو تولید ۱۹ ټنه او ۴۶۹ کیلوګرامه ته رسیدلی دی.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «په افغانستان کې تر کښت لاندې سیمې یا د زعفران پټي هم د تیر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیات شوی دی، یعنې په مجموع کې د ټول هیواد په کچه د زعفران د کښت سیمې تر۳۷۵۰۰ جریبه رسیدلي دي.»
د افغانستان د کرنې وزارت ویاند د زعفرانو د کښت د سیمو پر زیاتیدو سربیره، ښه اقلیمي شرایط، بزګرانو ته د زعفران د پیازو ویش، د پروسس او بسته بندۍ په برخه کې پانګونه او نړیوالو بازارونو ته د زعفرانو د صادراتو د زمینې برابرول په افغانستان کې د زعفران د تولید له عمده لاملونو څخه یاد کړل.
د افغانستان د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې په تریب سره په هرات، بلخ، فاریاب، کندهار، روزګان، دایکندي او سرپل ولایتونو کې ډېر زعفران توليد شوي دي.
که څه هم د هغو کسانو دقیق شمیر په لاس کې نه شته چې په افغانستان کې د زعفرانو د تولید او پروسس په برخه کې کار کوي، خو د کرنې وزارت وایي چې تر ۴۰ زیات شرکتونه د افغانستان د زعفرانو د ملي اتحادیې سره ثبت دي او هر کال ۱۵۰ زره کسانو ته په دغه برخه کې د کار زمینه برابريږي.
افغانستان د زعفران دریم صادرونکی هیواد
زعفران د افغانستان یو له مهمو تجارتي اقلامو څخه شمیرل کیږي. د افغانستان د کرنې وزارت وایي چې افغانستان نړۍ ته د زعفرانو دریم صادرونکی هیواد دی. د اکبر رستمي په خبره د افغانستان زعفران هند، چین، عربي هیوادونو په ځانګړې توګه متحده عربي آماراتو، سعودي عربستان، اروپایي هیوادونو، آسیايي هیوادو او آن متحده ایالاتو ته صادریږي.
د افغانستان د کرنې وزارت ارقام ښيې چې سږ کال د افغانستان زعفران کاران له خپل کاروبار څخه تر ۲۷ میلیونو زیات ډالر په لاس راوړي.
د کرنې وزارت ویاند زیاتوي چې سږ کال د زعفرانو بیې هم لوړې شوي دي: «د افغانستان زعفران اوس هم [د افغانستان] په داخلي بازارونو کې يو کیلو تر ۹۰ زره افغانیو پلورل کیږي. تیر کال یو کیلو زعفران په ۴۵ زره افغانۍ پلورل کیدل او په نړیوالو بازارونو کې هم د افغانستان زعفران یو کیلو له ۱۴۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ ډالرو پورې پلورل کیږي.»
پ ع
زموږ له آرشیف څخه: