په افغانستان کې د تیرې ورځې د هدفي وژنو بیلا بیلې پیښې
۱۳۹۸ مهر ۲۱, یکشنبهپه کابل، پروان او بلخ ولایتونو کې د دریو هدفمندو بریدونو په نتیجه کې درې تنه وژل شوي دي.
د میدان وردګ د چغتو ولسوال راز محمد وزیري، د طالبانو د یوه ترهګریز برید په پایله کې په کابل کې وژل شوی دی. یوه سیمه ایز ویاند محب الله شریف زي له اسوشیډټ پرس خبري آژآنس سره په مرکه کې تائیده کړې ده چې راز محمد وزیري د شنبې په ورځ په کابل کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ډلې ویاند معرفي کوي ویلي دي چې دغه برید د دوی جنګیالیو ترسره کړی دی.
په عین وخت کې د پروان ولایت د پولیسو قوماندان محفوظ ولیزاده تائیده کړې ده چې وسله والو کسانو یو څارنوال د چاریکار ښار په مرکز کې وژلی دی. ولیزاده ټینګار کړی دی چې د دې پيښې په اړه چې د شنبې په ورځ رامنځته شوی څیړنې جریان لري.
د افغانستان شمالي ولایت بلخ هم د شنبې په ورځ د یوه ترهګریز برید شاهد وو. د پولیسو یوه ویاند عادل شاه عدل ویلي دي چې یو دیني عالم د څو تنو وسله والو کسانو له خوا وژل شوی دی. ویل کیږي چې دغه ديني عالم د افغانستان د حکومت ملاتړ وو.
که څه هم تر اوسه پورې هیڅ کومې ډلې په پروان او بلخ ولایتونو کې د دغو رامنځته شویو پيښو مسئولیت نه دی منلی، خو په دغو ولایتونو کې هم طالبان فعاله دي.
AP/sn/aa