«افغانستان کښې اداري فساد د امریکا متحده ایالاتو هڅې ګواښي»
۱۳۹۵ شهریور ۲۵, پنجشنبه
د چهارشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو له خوا په یوه خپور شوي رپوټ کښې راغلي دي چې په افغانستان کښې په پراخه کچه اداري فساد د دې هیواد د بیا رغونې هڅې ګواښي. رپوټ په افغانستان کښې له امریکايي چارواکو غواړي چې له فساد سره مبارزې ته اولویت ورکړي.
د افغانستان د بیا رغاونې د څار امریکايي بنسټ، سیګار وايي چې اداري فساد د حکومت په وړاندې د خلکو کرکه ډیره کړې او د فساد له امله یاغیان ډیر ملاتړ ترلاسه کوي.
سیګار وايي چې د امریکا له لوري افغانستان ته د لسګونو میلیاردو ډالرو د ورکړې پر مهال متحده ایالات د فساد پروړاندې مبارزه نه ده کړې او په دې سره متحده ایالات هم په دې هیواد کښې د فساد په ډیریدو کښې ګرم دي.
«جګړې پر مهال فساد»
دغه رپوټ چې د «جګړې پر مهال فساد: په افغانستان کښې د امریکا تجربې» تر عنوان لاندې خپور شوی دی، د امریکا حکومت ته وړاندیز کوي چې په ۲۰۰۱م کال کښې د طالبانو د رژیم تر نسکوریدو وروسته، امریکا باید د فساد پر وړاندې مبارزې ته ډیره پاملرنه کړې وای.
ریان کروکر چې د سپټمبر تر ۱۱ پیښې وروسته په کابل کښې د امریکا سفارت پرانیست او بیا وروسته د ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۱۲ کلونو پورې په افغانستان کښې د امریکا د سفیر په توګه یې دنده ترسره کړه، د سیګار رپوټ د نوموړي په حواله وايې: «زموږ د هڅو د ناکامۍ اساسي علت نا امني وه او نا امني د فساد د پراختیا اصلي علت وو.»
کروکر زیاته کړه: «د فساد پر وړاندې د مبارزې هڅې باید په افغانستان کښې زموږ د راتګ پرمهال او ان له هغه څخه هم وړاندې هغه مهال چې د پرمختګ پر ستراتیژی کار کیدو، باید شروع شوی وای. ځکه یو مهال فساد داسې کچې ته ورسید چې د مبارزې لپاره هڅې یې ناممکنه وې.
ناسمي چاري
دغه رپوټ همدا راز څرګندوي چې په افغانستان کښې د امریکا پالیسي او کړنې هم په دغه هیواد کښې د فساد په پرمختګ کښې څه نا څه رول لوبولی دی.
رپوټ همدا راز وايي چې په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰م کلونو کښې د امریکا له لورې ناسمه څارنه، تدارکات، او د قراردادونو ناسمې چارې د فساد په ډیریدو کښې یو له مهمو ستونزو څخه بلل کیدل.
د امریکا له لورې د افغانستان د بیارغاونې لپاره ځانګړي شوي پر میلیونونو ډالرو د څار د نشتوالي له امله دغه پیسې د فساد له امله په سمه توګه و نه کاریدلې.
سیګار وايي چې اوسمهال په افغانستان کښې فساد د امنیت، پرمختګ او د سیاسي ثبات پر وړاندې یو له سترو ننګونو څخه دی.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (25.08.2015):