1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي ۲۷ کسان وژل سوي دي

۱۳۹۷ خرداد ۲۲, سه‌شنبه

د افغانستان په شمال او ختيځ کي په جلا جلا چاودنو او يرغلونو کي ۲۷ انسانان وژل سوي دي. دغه پيښي د افغان حکومت له خوا د طالبانو پر وړاندي د اعلان سوي اوربند په لومړۍ ورځ رامنځ ته سوي دي.

https://p.dw.com/p/2zMAA
Attacke auf afghanisches Innenministerium in Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/AP/R. Gul

د فارياب د ولايتي شورا غړي د سه شنبې په ورځ ويلي دي چي د دغه ولايت د کوهستان ولسوالۍ پر مرکز د وسله والو طالبانو په يرغل کي ۸ امنيتي ځواکونه وژل سوي دي.

د ولايتي شورا د غړي منان قاطع په خبره په سونو وسله والو طالبانو د کوهستان ولسوالۍ په مرکز کي د پوليسو پر پوستو او مرکزونو باندي يرغل کړی دئ.

بله خوا بيا د سرپل د ولايتي شورا غړي نور آغا نوري ويلي دي چي د وسله والو طالبانو د شپې په يرغل کي ۱۴ امنيتي ځواکونه وژل سوي او ۲۵ نور ټپيان سوي دي. هغه ويلي دي چي طالبانو څلور ټپي عسکر هم له ځانه سره يرغمل نیولي دي.

په غزني ولايت کي بيا ځانمرگي بريد ۵ پوليس وژلي دي. په دغه يرغل کي ۲۷ کسان ټپيان سوي هم دي.

د افغانستان په بېلابېلو سيمو کي وروستي يرغلونه او ځانمرگی بريد د افغان حکومت له خوا د اعلان سوي اوربند په لومړۍ ورځ سوي دي.

ولسمشر غني تيره اوونۍ اعلان وکړ چي د روژې مياشتي له ۲۷څخه د اختر تر پنځمي پوري د وسله والو طالبانو پر وړاندي اوربند دئ.

د غني تر اعلان وروسته وسله والو طالبانو بيا يوازي د اختر درې ورځي اوربند اعلان کړ.