«په افغانستان کي په زرونو انسانان له خپلو مېنو تښتېدلي»
۱۳۹۵ اسفند ۱۷, سهشنبهد ملگرو ملتونو په دغه تازه راپور کي چي د دوشنبې ورځي په ماښام خپور سوی دئ راغلي دي، چي د ۳۴ ولايتونو له ۲۰ څخه ئې خلک شړل سوي دي.
د رپوټ پر اساس د دغو کسانو يو پر دريمه برخه داسي سيمو ته تښتېدلي دي چي د مرستندويانو لاس رسئ ورته ستونزمن دئ.
په دغه رپوټ کي دغه راز د تيرکال په جگړو کي د بې ځايه سوو وگړو شمېرې هم ليکل سوي دي: په ۲۰۱۶م کال کي له وسله والو طالبانو سره د جگړو په ترڅ کي تر ۶۵۲۰۰۰ زيات افغانان بې کوره سوي دي. ملگري ملتونه تمه لري چي په ۲۰۱۷م کال کي به لږ تر لږه ۴۵۰۰۰۰ کسان په هيواد کي کډوال وي.
د ملگرو ملتونو څارونکو ويلي دي چي يوازي په تيرو اونيو کي په څو ولايتونو، لکه بغلان، کندوز، فارياب، ننگرهار، لغمان، کونړ، کاپيسا، فراه، باميان، بادغيس، هلمند او روزگان کي جگړې رواني وې.
دوی ويلي دي چي دغه اونۍ بيا په کندهار کي په جگړې سره پيل سوه چي د ولايتي چارواکو د معلوماتو له مخي د يکشنبې ورځي په ماښام په دغه ولايت کي پنځه عسکر ووژل سول.
زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: