په افغانستان کي يو بل جرمنی عسکر ووژل سو
۱۳۹۰ خرداد ۱۲, پنجشنبهويل کيږي چي د الماني عسکرو د گزمې پر موټر باندي د سړک پر غاړه ښخ سوی ماين چاودلی دی.
د رپورټونو په حواله د دوو ټپي سويو عسکر روغتيايي حالت د ډاډ وړ نه دی. په پيښي کي ټپي سوي سرتير د چاودني وروسته سم د لاسه د څرخي الوتکو په واسطه يوه نږدي روغتون ته وړ سوي دي.
په وروستيو لسو ورځو کي دا څلورم المانی سرتيری دي چي په افغانستان کي وژل کيږي.
تيره اونۍ د تخار ولايت کي دوه المان عسکر هغه مهال ووژل سول چي د ولايت د مقام په ودانۍ کي زوره وره چاودنه وسول.
د تخار په پيښه کي د افغانستان په شمال کي د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان المان جنرال کارکوس کنايپ هم ټپي سوی چي اوس د تداوۍ له پاره جرمني ته وړل سوی دی.
د تخار د پيښې په څلورو تنو ټپيانو کي يوه افغان هډه المانۍ هم سخته ټپي سوې چي او په روغتون کي د کوما په حال کي ده.
د تيري چارشنبې په ورځ بيا په کندز ولايي کي يو المانی عسکر د گزمې پر مهال ووژل سو.
آژانسونه: مسعود جهش
کتونکي/ نجيب الله زيارمل