1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي وچکالي او د لوږي خطر

۱۳۹۷ خرداد ۹, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو په وینا په جګړه ځپلي هیواد افغانستان کې تر وچکالۍ وروسته په میلیونونو افغانان له لوږي سره مخامخ دي او له اړمنو کورنیو سره یي د خوراک په برخه کې د ۱۱۵ میلیونه ډالرو اضافي مرستې غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/2yaE2
Iran - Dürre
انځور: MEHR

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې تیرکال د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه دوه پر دریمه برخه یې د بارانونو او واورې د نه اورښت له کبله اغیزمن شوي دي.

د خوراک او کرهڼې سازمان په وینا ځیني کاریزونه او د اوبو سرچیني په بشپړه توګه وچې شوي دي چې له کبله یې د غنمو تیر فصل په بشپړه توګه له منځه تللی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي توبي لینزر، ویلي دي: «شپږ میاشتې وروسته ښایي په میلیونونو کسان د لوږي د نه زغم په وضعیت کې وي او په دې به هم نه پوهیږي چې نور خواړه له کومه راځي.»

د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په وینا لا تر مخه وچکالۍ ۲۱ زره کسان له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي او د هرات ولایت په اطرافو کې یې اړولي دي. ملګري ملتونه هیله من دي چې کورنیو ته نغدې پیسې ورکړل شي، څو وتوانیږي خواړه رانیسي او په دې سره د هغوی د کډوالۍ مخنیوی وشي.

د توبي لینزر، په وینا «خلک نغدو پیسو ته ترجیح ورکوي، چې هغوی ته د خپلې اړتیا وړ شیانو د رانیولو اجازه کوي. موږ دې ته ترجیح نه ورکوو چې په ټول هیواد کې خواړه په موټرو کې واستول شي، ځکه دغه کار گران تمامیږي او کیدای شي بازارونه مختل کړي.»

ملګري ملتونه اوس د وچکالۍ په برخه کې د ۲۰۱۸م کال له پاره د بشري مرستو پر غوښتنه له سره فکر کوي. د هغوی په خبره اوس نورو ۱۱۵ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري، څو له ۱،۴ میلیونو سختو زیانمنو شوو کسانو سره مرسته وکړي.

ویل شوي دي چې د ۲۰۱۸م کال له پاره د غوښتل شوو ۴۳۰ میلیونو ډالرو څخه د می میاشتې تر ۲۳مې نیټې پوري یوازي یو پر څلورمه برخه مرستي راټولي شوي دي.

ویل شوي دي چې د وچکالۍ په پایله کې په ځینو سیمو کې د څړ ځایونو د وچیدو له کبله ځايي کوچیان هم اغیزمن شوي دي. په دغو سیمو کې شمال ختیځ ولایتونه بدخشان او کندز راځي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د کندز ولایت د کرهڼې د رئیس عبدالمجیدي له قوله لیکلي دي چې څاروي ډیر کمزوري دي او کولای نه شي په بدخشان ولایت کې خپلو څړ ځایونو ته ولاړ شي، نو له دې کبله چوپانان مجبوره شول چې په لاریو کې خپل څاروي هلته بوځي.

د بشري مرستو د همغږي کوونکي دفتر په وینا د پسونو بیې ۴۰ سلنه رالویدلي دي خو ډیر کوچیان خپل پسونه او میږي د ناامیدۍ له کبله پلوري.

افغان حکومت او متحدین یې د طالبانو او داعش پر ضد په جګړه اخته دي چې په ځینو ولایتونو کې دغي جگړې د وچکالۍ اغیزې لا پسي زياتي کړي دي.

د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په اعلامیه کې راغلي دي چې په هلمند ولایت کې د کليو مشران هغو بازارونو ته چې تر حکومتي کنترول لاندې سیمو کې دې د تګ له پاره له ياغيانو څخه اجازه اخلي. په رپوټ کې دا هم راغلي دي چې د غنمو بیې هم لوړي شوي دي.

زموږ له آرشیف څخه: