1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د وگړيو شمېر ورځ تر بلي ډيريږي

۱۳۹۰ شهریور ۲, چهارشنبه

د افغانستان دولت کوښښ کوي، چي د نفوس شمير کنټرول کړي، خو د دوی دغه هلي ځلي د خيريه ټولنو او د علماوو له احتياط سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/12MsW
بې وزگاره افغانان
بې وزگاره افغانانانځور: AP

د افغانستان د روغتيا وزارت خبرداری ورکړی، چي د افغانستان ۳۰ مليونه نفوس به په څو کلونو کي دوه چنده ډيرسي. دا پداسي حال کي ده چي په افغانستان کي اقتصادي پرمختګ په ټپه ولاړ دی. افغانستان د نړۍ د غريبو هيوادونو څخه يو هيواد شميرل کيږي.

 

د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس د اورپکو پر ضد د ناټو په مشري جګړه کي په تاو تريخوالي او د ملکي وګړو په مرګ ژوبلي کي د زياتوالي سره سره، افغاني ميرمني په دې توانيدلي چي د خپل عمر په اوږدو کي په اوسطه توګه د ۶ څخه تر ۷ ماشومان ولري.

 

په کابل کي د « پاملرني » خيريه مؤسسې يوې کارکونکي، وږمي باتور، رويټرز خبري آژانس ته ويلي: « په داسي يو هيواد لکه افغانستان، چي زياتره مېرمني بي سواده دي،( د کورنۍ د جوړولو پروګرام) به يو ستونزمن کار وي.»

 

ددې خبري څخه د هغې هدف د افغانستان د روغتيا د وزيري، ثريا دليل، هغه څرګندونو ته اشاره وه، چي ويلي يې، چي د دولت له لوري داسي هلي ځلي پيليږي، چي په هغي کي به د حمل د مخنيوي ټولي لاري چاري هم شاملي وي.

 

خو دليل په دې اړه نورکوم جزيات ورنه کړل، چي دولت د نفوس د شمير د کنترول لپاره په کومو اقداماتو لاس پوري کوي.

 

د افغانستان په محافظه کاره ټولنه کي به د اميندواري د مخنيوي لپاره د پوقاني، ګوليو او يا دې ته ورته ميتودونو څخه کار اخيستل خورا سخت کار وي.

 

باتور وايي چي په افغانستان کي د حمل د مخنيوي د پروګرام په بريالي کولو کي بايد نارينه هم په دي کار کي برخه ولري.

 

هغه وايي: « د زده کړو، مشورو او د نفوس د کنټرول وسايلو ته د ښځو پر لاس رسي سربيره دا هم مهمه ده چي په عيني کچه نارينه د کورني د جوړولو په پروګرام کي برخه ولري.»

 

خو که دغه کارته د علماو په سترګه وکتل سي نو دا يو ستونزمن کار ښکاري. په کابل پوهنتون کي د شرعياتو د پوهنځي يو استاد، خليل الله محمد وايي: « دا په موږ پوري اړه نه لري چي د ماشومانو د زيږدني مخه ونيسو.»

 

هغه رويټرز خبري اژانس ته زياته کړي: « قران پاک موږ ته وايي چي خپل ماشومان مه وژني. که يو څوک له ما څخه د دي نوي پروګرام د عملي کولو پوښتنه وکړي نو زه به يي په کلکه مخالفت وکړم.»

 

اژانسونه/ سيدرياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل