1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د ترياکو توليد او بيه نوره هم لوړه سوې

۱۳۹۰ مهر ۱۹, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو د سې شنبې په ورځ وړاند وينه کړې، چي په افغانستان کي به سږ کال د ترياکو کښت ۶۲ سلنه لوړسي او ددغه نشه يي موادو بيه به څه نا څه دوه چنده لوړه سي. تير کال هم ددغه نشه يي موادو بيه لوړه سوې ه.

https://p.dw.com/p/12pw9
په افغانستان کي کرل سوي کوکنار
په افغانستان کي کرل سوي کوکنارانځور: AP

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرايمو اداره وايي، چي په افغانستان کي د ترياکو بيه د 2009 کال را په دېخوا درې چنده لوړه سوې.

د ملګرو ملتونو دغي ادارې په يوې سروې کي ويلي دي، چي سږ کال په افغانستان کي 5800 ټنه تارياک توليد سوي. د رپورت په حواله تير کال په افغانستان کي 3600 ټنه تارياک توليد سوي ول.

 

راپور زياتوي، چي همدا راز د ترياکو بيه هم د تيرکال په پرتله لوړه سوې. تير کال د يو کيلوګرام تارياکو بيه 169 امريکايي ډالره وو. خو سږ کال دغه بيه 241 ډالرو ته لوړه سوې ده.

 

تير کال په افغانستان کي د 605 ميليونو ډالرو په ارزښت تارياک توليد سوي ول، خو د اټکلونو پر اساس دغه شميره به سږکال 1.4 ميلياردو ډالرو ته ورسيږي. همدا راز سږ کال 131000 هکټاره ځمکه باندي کوکنار کرل سوي دی.

 

د ترياکو څخه هيروين او مورفين جوړيږي. اوس مهال افغانستان د نړۍ څه نا څه 80 سلنه ترياک توليدوي. په افغانستان کي بې وزلۍ د ترياکو تر ټولو لوی لامل دی.

 

همداراز د ترياکو د کښت له امله په دغه هيواد کي ناامنۍ رامنځ ته کيږي، ځکه چي ډير وخت بيا ياغيان د ترياکو د کاروبار څخه پيسي ترلاسه کوي.

 

په راپور کي راغلي، چي د ترياکو لوړه بيه او د غنمو ټيټه بيه ددې عامل سوي، چي بزګر يو ځل بيا د ترياکو کښت ته مخه کړي.

 

راپور د بزگرانو په حواله ليکلي، چي دوی د ځان لپاره د ښه ژوند د برابرولو په موخه تارياک کري. راپور دغه راز وايي، چي د افغانستان څه نا څه پنځه سلنه اوسيدونکي د تارياکو کارو بار کوي.

 

ملگري ملتونه په خپل راپور کي ليکي، چي د افغانستان 34 ولايتونو څخه په نيمايي کي يې تارياک کرل کيږي، چي په دغه هيواد کي۹۰ سلنه توليد سوي تارياک په نهو ناامنو ولايتونو کي کرل کيږي.

 

د ملګرو ملتونو په حواله دغه نهه ولايتونه هغه سيمي دي، چي ياغيان پکښي ډير نفوذ لري او دا په ښکاره توګه د ترياکو د کښت او د ناامنييو ترمنځ ارتباط ښيي.

 

په راپور کي همدا راز ويل سوي، چي افغان حکومت د تير کال په پرتله سږ کال د ترياکو ډيري کروندې خرابي کړي. افغان حکومت تير کال د کوکنارو څخه 2316 هکټاره مځکه پاکه کړې ول او سږ کال يي بيا 3810 هکټاره پاکه کړې ده.

 

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل