ایډز، نری رنځ یا توبرکلوز او ملاریا: اوس هم هره ورځ د درملني وړ دغه ناروغۍ شاوخوا ۷۰۰۰ انسانان وژني. دا خبره د ONE په نوم د شدیدې لوږي او درملنې وړو ناروغیو پر وړاندې د مبارزې نړیوال سازمان کوي. د افریقا سویلي صحراحي او بی وزله هیوادونه له دغو ناروغیو څخه تر ټولو ډیر اغیزمن کیږي. خو مثبت پرمختګ هم رامنځته شوی دی د بیلګې په توګه د HIV او ایډز د کنترول په برخه کې.