1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افریقا کي انلایني تجارت پر غوړیدو که خرابیدو دی؟

۱۳۹۸ آذر ۲۴, یکشنبه

د افریقا په اکثره هیوادونو کي انلایني تجارت ځکه وده کوي، چي مغازې یې یو له بل څخه لیري پرتې دي. که څه هم علي بابا چینايي شرکت اوس دغه براعظم ته ورداخلیږي، خو د خرابي زیربنأ په سبب څنگه فعالیت کوي؟

https://p.dw.com/p/3UrN4
Die größte afrikanischen Online-Plattform Jumia
انځور: Getty Images/P. U. Ekpei

۲۰۱۹ م کال د ډیرو له پاره داسي یو کال دی، چي په جریان کي یې انلایني تجارت ډیر وغوړیدی. په افریقا کي تأسیس سوی انلایني شرکت،جومیه- Jumia ،چي ورته د افریقا امازون هم ورته وايي،حتی د همدې کال په اپریل میاشت کي د نیویارک د سهمونو بازا ته ورداخل سو. هغه په لسو افریقايي هیوادونوکي فعاله دی.

خو د توربيورن فريدريكسون په خبره د اروپا په نسبت، چي پکښي انلایني تجارت ۵۰ تر ۶۰ فیصده پوري وده کړې ده ، په افریقا کي تر اوسه پوري لا هغه تر پنځه فیصده هم کښته دی. خو دغه براعظم د انلایني تجارت د غوړیدو ډیر امکانات لري. فريدريكسون د ملگرو ملتو د بين المللي تجارت او پرمختیا د کنفرانس د انلایني او ډیجیتلي اقتصاد (UNCTAD) د برخي آمر دی.

Kenia Bäuerinnen erhalten per SMS Nachricht auf dem Handy
انځور: Imago Images/photothek/T. Imo

خرابه زیربنا او د کورونو دنمرو نه موجودیت

په افریقا کي د انلایني تجارت پر غوړیدو سربیره د دغه هیواد خرابه زیربنا او د کورونو دنمرو نه موجودیت ددې سبب سوی دی، چي د جومیه انلایني شرکت ډیر تاون وکړي او مجبوره سي په تانزانیا او کامرون کي حتی خپل فعالیتونه متوقف کړي. ددغو تاوانونو نور علتونه د شیانو پر رسولو د خلگو  بې اعتمادي،د مستهلکینو خرابه حمایه ، خرابه ډیجیتلي او فزیکي زیربنا او د سودا اخیستلو لږ قوت.

د فريدريكسون په حواله د انلاین د لاري د پیسو استول هم په افریقا کي منظم نه دی او اکثره کسان په عوض ددې چي پیسې د بانکي انلاین له لاری ولیږي، هغه د اشخاصو په لاس لیږي.

Nigeria Jumia-Mitarbeiter
انځور: Getty Images/AFP/P. Utomi Ekpei

ایا انلایني تجارت د افریقا له پاره یو چانس او که خطر دی؟

په داسي حال کي ، چي افریقايي انلایني شرکت، جومیه شاته کیږي ، بیا علي بابا چینايي شرکت د هغه ځای نیسي. دغه شرکت د ۲۰۱۸ م کال په نومبر میاشت کي په رواندا کي د یوه ډیجیتلي تجارتي مرکز تر جوړولو وروسته اوس په ایتوپیا کي د Electronic World Trade Platform  په نامه یو بل سیمه ایز مرکز هم افتتاح کړ.

دغه شرکت ،چي د امازون امریکايي شرکت سره یو ځای د نړی د انلایني تجارت ۹۰ فیصده برخه تشکیلوي، اوس غواړي د افریقا بازارونه هم اشغال کړي.