په اسرائیلو کې یو ۱۲۰۰ کلن مسجد کشف شو
۱۳۹۸ تیر ۲۷, پنجشنبهد اسرائیلو د لرغون پیژندنې ادارې دوو چارواکو خان سلیګمان او شهار سور، د پنجشنبې په ورځ د دې خبر په اعلانولو سره وویل: «یو وړوکی ښاري مسجد چې قدامت يې اوم او اتم قرن ته رسيږي، په ټوله نړۍ کې یو نادره کشف دی. په ځانګړې توګه له دې کبله چې د دې کشف سیمه د اسرائیل په سویل کې د پروت بئرشبع ښار په شمالي برخه کې ده.»
د لرغونپوهانو په خبره تر اوسه پورې په دې سیمه کې هیڅ بله داسې ودانۍ چې له دې مسجد سره د پرتلې وړ وي، نه ده کشف شوې.
د دې مسجد پاته شوي د «رهط» په سیمه کې موندل شوي دي. د اسرائیلي لرغونپوهانو د سرچینو په حواله دغه مسجد مربع شکله دی چې پرانیستی سقف لري. دایره شکله عبادتځای لري او محراب یې د مکې پر لور دی. ویل شوي دي چې دغه مسجد ښايي ځايي بزګرو جوړ کړی وي.
په رپوټ کې راغلي دي چې د کیندنو پر مهال په بزګرو پوري مربوط یوه حویلۍ او یو ښارګوټۍ هم موندل شوي دي. د حویلۍ قدامت شپږم او اووم، او د ښارګوټۍ دا اوم او اتم قرن ته رسيږي.
د اسرائیلي لرغونپوه گيدون اويني، په حواله دغه مسجد د اسلام د لومړیو کلونو له لومړیو مسجدونو څخه یو دی چې نن ورځ په اسرائیلو کې موقعیت لري. د هغه په خبره هغه وخت یعني په ۶۳۶ کال کې عربانو پر دې سیمه کنترول درلود.
رهط د اسرائیلو د جنوب په ۱۰۰ کلیومتري کې پروت دی او د مدینې او مکې تر څنګ د مسلمانانو له مهمو مذهبي ښارونو څخه شمیرل کیږي.
(ms/nz (dpa