1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په استانبول کې ۲۶۰۰ بې اسناده افغانان نیول شوي

۱۳۹۸ مرداد ۲, چهارشنبه

د ترکیې په میلیوني ښار استانبول کې په دوو اونیو کې ۶۰۰۰ داسې کسان نیول شوي دي چې اسناد یې نه درلودل. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر په خبره په دغه ډله کې تر ۲۵۰۰ زیات افغانان دي.

https://p.dw.com/p/3Memu
Türkei - Dutzende Festnahmen bei Protesten zum 1. Mai in Istanbul
آرشیف انځورانځور: Reuters/M. Sezer

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو له ان ټي وي، تلویزوني چېنل سره په خبرو کې ویلي دي چې د جولای میاشتې له ۱۲مې نیټې راهیسې د پیل شوي ماموریت په ترڅ کې ۶۱۲۲ کسان په استانبول کې نیول شوي دي.

د سویلو په خبره په دغه ډله ۲۶۰۰ افغانان دي. زیاته شوې ده چې زیاتره نیول شوي کسان سوریایان نه دي او نیول شوي سوریایان بیرته خپل هیواد ته هم نه دي لېږل شوي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر په خبره د سوریي کډوال چې په استانبول کې نه ول راجستر شوي، د ترکیې سویلي ولایت ختاي کې یوه کمپ ته استول شوي دي او ځینې یې په خپله خوښه بیرته سوریې ته ستانه شوي دي.

سلیمان سویلو یوه ورځ تر مخه ویلی ول چې د روان میلادي کال له پېل راهیسې ۴۰۰۰۰ مهاجر له ترکیې څخه اخراج شوي دي او د کال تر اخره به دغه شمیر ۸۰۰۰۰ کسانو ته ورسیږي. سویلو ویلي دي: «موږ چې څه کولای شو هغه به وکړو، څو ترکیه په راتلونکي کې د غیر قانوني مهاجرو مرکز و نه ګرځي.»

د استانبول ولایت مقام، د دوشنبې په ورځ هغو سوریایانو ته چې د اقامت د اعتبار وړ اسناد و نه لري، د اګست تر ۲۰مې نیټې پورې وخت ورکړی وو چې دغه ښار پریږدي. زیاته شوې وه چې د دغه مهلت تر ختمیدو وروسته چې کوم کسان په استانبول کې وي د ترکې هغه ولایت ته به بیول کیږي، چې راجستر وي.

د استانبول ولایت مقام د معلوماتو له مخې ۵۴۷ زره سوریایان په استانبول کې راجستر دي او نور په زرونو کسان د اعتبار لرونکو اسنادو پرته په دغه ښار کې ژوند کوي.

د سوریې د یوې اتحادیې د معلوماتو له مخې تیره اوونۍ تر ۶۰۰ زیات سوریایان له استانبول څخه سوریې ته اخراج شوي دي چې د ترکیې په یوه بل ښار کې یې د اوسیدو اسناد درلودل. اوسمهال په سوریه کې مجموعاً شا او خوا ۳،۶ میلیونه سوریایان اوسیږي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ۲۰۱۱م کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې تر پیلیدو وروسته د سوريې مهاجر په ورین تندي ومنل. خو د ترکیې په ولس کې له کلونو راهیسې د سوریايانو پر ضد غوسه مخ پر ډیریدو ده. په ځانګړې توګه په استانبول او غازي عینتاب کې چیري چې په سلونو زره سوریایان اوسیږي، تر منځ ترینګلتیا او ناکرارۍ رامنځ ته کیږي. د اپوزیسیون د فشار له کبله حکومت په وروستیو کې د سوریایانو پر ضد خپل چلن سخت کړی دی.