په ازبکستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې دوام لري
۱۴۰۰ آبان ۲, یکشنبهميرزائيف د »نوي ازبکستان« د جوړولو د پروژې له کبله محبوبيت لري چې د رسنيو محدوده آزادي پکې شامله ده او د جبري کارونو يوه پخواني سيستم ته د پای ټکی ږدي. نوموړی په ۲۰۱۶ کال کې قدرت ته ورسېد کله چې پخوانی ولسمشر او د ده فکري لارښوونکی او زورواکی اسلام کريموف ومړ چې ۲۷ کاله يې پر ازبکستان واکنمي کړې وه.
په ازبکستان کې د توريزم يا سيلانۍ په برخه کې ډېر پرمختګ شوی دی. دغه هېواد له افغانستان سره ګډه پوله لري چې په سيمه کې له چين او روسيې سره دوستانه اړيکې هم لري. اوس چې د ميرزائيف لومړۍ کاري دوره پای ته ورسېده، دغه ۶۴ کلن سياستوال هڅه کوي هغه تصور دفع کړي چې ګويا حکومت يې د پخواني ولسمشر کريموف پر پله او تګلارې پل ږدي. د کرونا وبا د اغېزو له کبله لومړنۍ اقتصادي لاسته راوړنې متضرره شوي دي او بې کاري او د ژوند د تامين لګښتونه زيات شوي دي. د ۳۴ ميليونه نفوس لرونکي هېواد ازبکستان ټاکنې د سيمه پر وخت ۸ بجې پيل شوې چې د ماښام تر اتو بجو پورې به دوام کوي. داسې اټکل کيږي چې ميرزائيف به يو ځل بيا وټاکل شي.