په اروپا کې د ډرون په وسیله د ترهګریزو بریدونو خطر
۱۳۹۸ مرداد ۱۳, یکشنبهد اروپا د امنیتي چارو کمیشنر جولیان کنګ، د «ویلټ ام زونټاګ» آلمانۍ ورځپاڼې له انټرنټ پاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې په اوس وخت کې ډرون(بی پيلوټه الوتکې) د بل هر وخت په پرتله سمارټ یا ځیرکه شوي دي، نو په همدې دلیل په راتلونکي کې د دې خطر موجود دی چې ترهګر د اروپایي اتحادیي د غړو هیوادونو د په نښه کولو له پاره له ډرون څخه استفاده وکړي.
جولیان کنګ، خبرداری ورکړ چې اروپا باید له هر ډول خطر سره د مقابلې له پاره امادګي ولري. د اروپایي اتحادیي د امنیتي چارو دغه کمیشنر د یوه مثال په توګه یادونه وکړه چې ممکن داسې یو وضعیت رامنځته شي چې ترهګر له نندارچیانو څخه پر ډک د فوټبال پر یوه لوبغالي د کومې الوتکې یا ډرون په وسیله زهرجن کیمیاوي وپاشي.
هغه ټینګار وکړ چې د اروپا د امنیت مسئولې ادارې باید ځانګړې پاملرونه وکړي چې له ډرون ټکنالوژۍ څخه اوس څه ډول استفاده کیږي او په راتلونکي کې په کومو طریقو ترې د ښه او یا بدو اهدافو له پاره استفاده کیدلی شي.
مخکې تر دې د فرانسې د ترهګرۍ ضد ادارې هم د دې امکان خبره کړې وه چې کیدای شي ترهګر له نندارچیانو څخه ډک د فوټبال پر سټیډیم د ډرون الوتکو په وسیله کیمیاوي مواد وغورځوي.
د پوځي مقاصدو له پاره له بی پیلوټه الوتکو څخه کار اخیسنته په ۱۹۶۰ لسیزه کې پيل شوې وه. ډرون د ۱۹۹۱ م کال د خلیج په جګړه او تر نن ورځې پورې په ډیرو شخړو کې کلیدي رول لوبولی دی.
په نړیواله کچه د بی پیلوټه الوتکو د جوړونې او له هغې څخه د پوځي مقاصدو له پاره د استفادې په برخه کې امریکا اول او اسرائیل دویم مقام لري. د دې برعکس چين بیا په نړیواله کچه د ملکي مقاصدو له پاره له ډرون څخه د کار اخیستنې د صنعت په برخه کې تر ټولو مخکښ دی.
Nik Martin/sn/aa
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: