1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کې د پناه غوښتنې شمیر راټیټ شوی

۱۳۹۷ خرداد ۲۹, سه‌شنبه

د رسمي ارقامو پر اساس، په اروپا کې د پناه غوښتنې له پاره د غوښتنليکونو شمير کې د پام وړ کموالی راغل دی. په اروپايي هيوادونو کې ډيری پناه غوښتونکې د افغانستان، سوريې او عراق له هيوادونو څخه دي.

https://p.dw.com/p/2zqN4
Bildergalerie Flüchtlinge aus Afghanistan in der Türkei
انځور: Reuters/U. Bektas

د رسمي معلوماتو پراساس، اوسمهال په اروپا کې د پناه اخيستنې له پاره د وړاندې کړل شويو غوښتنليکونو شمير ډير راټیټ شوی دی. د اروپا د پناه غوښتنې د چارو ملاتړ ادارې (EASO) په دې اړه د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې نوي ارقام خپاره کړل. د دغو ارقامو په حواله، د ۲۰۱۸م کال له جنورۍ میاشتې څخه تر اپريل مياشتې پورې په اروپايي اتحادیې غړو او په ناروې، سويس، ليشتن شتاين او آيسلند هيوادونو کې ۱۹۷ زره کسانو د پناه غوښتنليکونه سپارلي دي. دغه ارقام د تيرو درو کلونو د همدې مودې په پرتله کم او د ۲۰۱۴م کال ارقامو په پرتله چې هغه وخت لا د مهاجرت بحران نه وو پيل شوی، لوړ دي.

کومو مهاجرو چې په ۲۰۱۸م کال کې د اروپايي اتحاديې په غړو هيوادونو او همدا رنګه په ناروې، سويس، ليشتن شتاين او آيسلند هيوادونو کې د پناه غوښتنې وړاندې کړي دي، اکثريت يې د افغانستان، سوريې او عراق څخه دي. د اروپا د پناه غوښتنې چارو ملاتړ ادارې ويلي دي چې د تيرکال په اوږدو کې د اروپايي اتحاديې په بهرنيو پولو کې د مهاجرتونو فشارونه ډير لوړ ول. خو ويل شوي دي چې په عين وخت کې دغه فشارونه، په ځانګړې توګه د ختيځې او مرکزي مديترانې پر لارو کم شوي دي. د يادې ادارې په وينا، برخلاف دغه فشارونه بیا د مديترانې سمندرګي په لويديځه برخه کې په بې سارې لوړ توګه زیات شوي دي. 

په ۲۰۱۷م کال، په اروپايي اتحاديه او په يادو څلورو نورو هيوادونو کې چې د اتحاديې غړي نه دي، د نړيوال حفاظت له پاره ۷۲۸ زره او ۴۷۰ غوښتنليکونه وړاندې کړل شوي ول. په دغو هيوادونو کې په ۲۰۱۷م کال کې د هغو دوسيو شمير چې نهايي پريکړه ته په انتظار کې دي، د يو کال مخکې (۲۰۱۶) په پرتله کم شوي، يعنې ۹۵۴ زرو ته رالويدلی دی.

د اروپا د پناه غوښتنې چارو ملاتړ اداره په دې آند ده چې دغه ارقام «د پناه غوښتنو په شمير کې د کموالي د رامنځ ته کيدو ښکارندويي کوي او ښيي چې د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو د مهاجرت سیستم او د اروپا د پناه غوښتنې ګډ سيستم، په ډيره ښه توګه پلي شوی دی.»

د اروپا د پناه غوښتنې د چارو ملاتړ اداره، د اروپايي اتحاديې يو سازمان دی چې مقر يې په مالتا هیواد کې دی. دغه سازمان د مهاجرت چارو اړوند د عملي همکاريو په برخه کې فعاليت کوي. دغه سازمان همدا ډول د پناه غوښتونکو د حفاظت په چارو کې له مختلفو هیوادونو څخه ملاتړ کوي.

nka, af (epd)

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلای شئ!