1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کې استوګنه او کار، بلو کارت څنګه ترلاسه کیږي؟

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۴, دوشنبه

د اروپایې اتحادیې بلو کارت په اصل کې له اروپایې اتحادیې څخه د باندې هیوادونو مسلکي او تحصيل یافته خلکو ته په اروپایې هیوادونو کې د کار او استوګنې آسانیا ورکوي. د دې کارت درلودونکی سهولت او حفاظت هم ترلاسه کوي.

https://p.dw.com/p/2xg2L
Blue Card EU Deutschland

د اروپایې اتحادیې په غړو هیوادونو کې بلو کارت یا آبي رنګه کارت هغو کسانو ته ورکول کیږي چې لوړ تحصیلات ولري او د اروپایې اتحادیې له کوم غړي هیواد څخه ورته د کار وړاندیز هم شوی وي.

د بلو کارت لرونکي کسان تر یوې ټاکنې مودې وروسته کولی شي په اروپا کې په دایمي توګه د پاتېدو اسناد ترلاسه کړي. سربیره پر دې د بلو کارت لرونکي کسان کولی شي چې د خپلې کورنۍ غړي لکه میرمنه، ماشومان، مور پلار او هغه کسان چې نفقه یې په ده پورې اړه ولري اروپا ته را ؤغواړي.

د غوښتنلیک تر منل کیدو وروسته د دندې یا وظیفې د مودې په پام کې نیولو سره له یوه تر ۴ کلونو مودې له پاره دغه کارتونه ورکول کیږي چې د تمدید وړ دي.

په اروپا کې تر دوو کلونو تیرولو وروسته د دغه کارت درلودونکی د هغو ټولو حقونو څخه برخمن کیږي چې یو اروپایې تبع یې لري، خو هغه د کور پيرلو او پور ترلاسه کولو په برخه کې له حکومتي آسانیاو څخه استفاده نه شي کولې.

کوم کسان بلو کارت ترلاسه کولی شي؟

-  غوښتنلیک وړاندي کوونکی باید لږ تر لږه له پوهنتونه فارغ شوی وي.

د اروپایې اتحادیې له یوه غړي هیواد څخه ورته د کار وړاندیز شوی وي.

-  د دندې له پاره د حد اقل معاش اندازه هم ټاکل شوې ده، د بیلګې په توګه په آلمان کې باید کلنې تنخوا یې لږ تر لږه ۵۲ زره يورو وي.

خو په هغو برخو کې، چې مسلکي خلکو ته اړتیا وي که د دندې ترلاسه کوونکي تنخوا ۴۰۵۶۰ یورو پورې هم وي نو هغه هم کولی شي د بلو کارت له پاره عریضه ورکړي.

د بلو کارت د غوښتنلیک طریقه

پر ډنمارک، آیرلنډ او بریتانيا سربیره کیدای شي په هر اروپایې هیواد کې د بلو کارت ترلاسه کولو له پاره غوښتنلیک وړاندې شي. غوښتنلیک باید په اړوند هیواد کې د بهرنیانو د چارو دفتر ته وړاندې شي.

د بلو کارت ترلاسه کوونکی کولی شي چې غوښتنلیک وړاندې کړي او یا هغه شرکت یا اداره چې نوموړي شخص ته کار ورکوي هم د ده له پاره د بلو کارت غوښتنه کولی شي.

آیا بلو کارت لغو کیدای هم شي؟

په اروپا کې د بلو کارت ترلاسه کول یو ستونزمن کار دی او په ځنې وختونو کې تر اجرا کیدو وروسته هم لغوه کیدلای شي. د یو څو لاملونو يادونه يې.

-  که کار ورکوونکې اداره په فساد کې ښکیله وي.

-  که د بلو کارت ترلاسه کوونکي شخص اسناد جعلي وي.

-  همدا رنګه د خلکو امنیت یا روغتیا ته د خطر په صورت کې هم کیدای شي بلو کارت لغو شي.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ: