1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کي د ايبولا لومړۍ پيښه

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مهر ۱۵, سه‌شنبه

په اروپا کي په لومړي وار د ايبولا په وژونکي وايروس يوه نرسه اخته سوې ده. دغي نرسي د هسپانيا په پلازمېنه مادريد کي په ايبولا وايروس د اخته يوه کس پالنه کوله چي خپله هم په اخته سوې ده.

https://p.dw.com/p/1DRLs
انځور: Reuters/Ministry of Defence

د هسپانيا د روغتيا وزارت ويلي دي چي ډاکټران هغه وخت په دغي نرسي پوه سول چي د تبي درجه ئې تر ۳۸ واوښتله. کله چي دغه نرسه معاينه سوه نو د ايبولا ساري ناورغۍ آزمون ئې مثبت وو.

د رسنيو د راپورونو له مخي دغي نرسي د اسپانيايي کشيش مانويل گارسيا چي په سيراليون کي په ايبولا وايروس اخته سوی وو او د هسپانيا د هوايي ځواک په يوه الوتکه کي د درملني له پاره مادريد ته انتقال سوی وو، پالنه کوله.

دغه ۶۹ کلن کشيش د سپتمبر مياشي پر ۲۵ نېټه د ايبولا د وژونکي وايروس له کبله د پلازمېني مادريد په «کارلوس III» کلينيک کي سا ورکړه.

تر دې دمخه د هسپانيا يو بل مبلغ چي په لايبريا کي په ايبولا وايروس اخته سوی او د هوا له لاري مادريد ته د درملني له پاره انتقال سوی وو مړ سو.

د وژني تر ۳۰۰۰ ډيري پيښي

دغه ساري ناروغي د ۲۰۱۳ کال په وروستيو کي په لوېديځه افريقا کي پيدا سوه. په هغو درو هيوادونو لابيريا، گينه او سيراليون کي چي دغه وايروس تر ټولو ډېر پراختيا موندلې ده، د روغتيايي اسانتياوو د برابرېدو سره سره بيا هم په دغو هيوادونو کي هره ورځ د ايبولا سارۍ ناروغۍ له کبله انسانان وژل کيږي.

د سيراليون د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخي يوازي په دغه هيواد کي د اکتوبر مياشتي تر ۵ نېټې پوري ۶۷۸ انسانان وژل سوي دي. په دې سره نو په دغه هيواد کي د دغه وايروس له کبله د وژني ۱۰۳ پيښي تر هغه زياتي دي چي د اکتوبر مياشتي پر لومړۍ نېټه د روغتيا نړيوال سازمان له خوا ورکړل سوي وې.

د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخي په دغو درو سرو هيوادونو کي ايبولا وايروس تر ۳۴۰۰ زيات انسانان وژلي دي چي نژدې ۲۰۰۰ ئې يوازي د لايبريا دي.