په اروپا کي تر ۳ ميلیونه ډیرو کسانو ته اقامې ورکړل سوي دي
۱۳۹۷ آبان ۴, جمعهد اروپايي ټولني د احصایې مرکزي دفتر په لوکسمبورگ کي خبر ورکړی دی چي دا د ۲۰۱۶م کال په نسبت ۴ فیصده یا ۱۱۲۰۰۰ کسان اضافه دي.
تقریباً هر دریم کس (۳۲فیصده) ته د کار اقامه ورکړل سوې ده.۲۶ فیصده یې هغه فامیلونه ول چي باید له خپلوانو او عزیزانو سره یوځای سوي وای او دریم یې تحصیلي (۱۷فیصده) دلیل چي ورته اقامې ورکړل سوي دي. پردې سربیره د نورو دلایالو(۲۴فیصده) په سبب لکه بين المللي حمایه او نورو په دلیل هم اقامې ورکړل سوي دي.
په اروپايي ټولنه کي تر ټولو ډیر بیا اوکراینیانو د اقامت ډیري ویزې تر لاسه کړي دي، چي اکثره یې په پولینډ (۸۸ فیصده)کي وې. تر هغه وروسته په ۲۲۳۰۰۰ تنو سره سوریایان راځي، چي تقریبأ دوه پر درو برخو ته یې په جرمني کي اقامې ورکړل سوي دي. ۱۹۳۰۰۰چینایانو ته چي پکښي هنکانگیان هم شامل دي، دغه ډول ویزې ورکړل سوي دي. (تقریبأ نیمايي ته یې په انگلستان کي).
د ۱۴۷۰۰۰هندوستانیانو له جملې څخه هم نیمايي ته په انگلستان کي اقامې اعطأ سوي دي. ۱۰۸۰۰۰ مراکشیانو( اکثریت یې په هسپانیه) او ۸۷ زره افغانانو ته (اکثریت یې په جرمني) اقامې ورکول سوي دي.
له دې جملې څخه په جرمني کي مجموعأ ۲۶،۲ فیصده کسانو ته داقامت ویزې ورکړل سوي دي، چي ۹،۹ یې سوریایان او ۸،۷ فیصده یې افغانان او عراقیان ول.
په ۲۰۱۷م کال کي تر ټولو ډیري ویزې په ترتیب سره په پولینډ، جرمني، انگلستان، فرانسه، هسپانيا، ایټالیا او سويډن کي ورکړل سوي دي.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( )