1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په اتريش کې يو افغان د عمر قيد په سزا محکوم شو

۱۳۹۷ شهریور ۱, پنجشنبه

يو افغان مهاجر چې خپله ځوانه خور يې د چاقو په ۲۷ ګوزارونو وژلې وه د اتريش په يوې محکمه کې د عمر قيد په سزا محکوم شو. د قتل لامل کورنی تاوتريخوالی ښوول شوی دی.

https://p.dw.com/p/33cvK
Österreich Gericht Kreuz
انځور: picture alliance/picturedesk/M. Gruber

دغه افغان خپله خور په دې دليل وژلې وه چې په اصطیلاح د خپلې «کورنۍ د عزت» ساتنه يې کړې وي. د اتريش پلازمينې ويانا ښار محکمې دغه افغان د چهارشنبې په ورځ پر عمري حبس محکوم کړ. دغه افغان چې د محکمې له خوا مجرم وپيژاندل شو، په محکمه کې وويل چې دغه جرم يې د «خپل دود» له کبله ترسره کړی.

د دغه سړي ځوانه خور په سپتمبر مياشت کې له مړينې څخه څلور ورځې مخکې له خپله کوره وتلې او د ځوانانو چارو ته د رسيدګۍ يوه مرکز څخه د حفاظت غوښتونکې شوې وه.

محکمې موندلې ده چې وژل شوې نجلۍ له دې ويره لرله چې پلار يې غواړي هغه په يوه پرواز کې له مخکې څخه د تنظيم شوي واده له پاره افغانستان ته واستوي.

تر دې يوه مياشت مخکې هم دغه نجلۍ د ځوانانو د پاملرنې يوه مرکز ته پناه وړې وه او ادعا يې کړې وه چې د پلار له خوا ېې وهلې ډبول شوې ده خو هغه مهال  د هغې کورنۍ په دې توانيدلې وه چې هغې ته قناعت ورکړي او بيرته يې کور ته بوځي.

دغې نجلې ادعا کړې وه چې هغه ۱۴ کلنه ده، خو تر وژنې وروسته، د عدلي طب په معايناتو کې تشخيص شوه چې هغه لږ تر لږه ۱۷ کلنه وه. د نجلۍ ورور هم ادعا کوي چې ۱۹ کلن دی خو طبي معاينات ښيي چې هغه لږ تر لږه ۲۱ کاله عمر لري. د اتريش د قانون له مخې، که چيرې دغه ځوان ۱۹ کلن هم وي نو په عمري حبس محکوم دی.

څيړنې ښيي چې دغه ځوان د سپتمبر په ۱۸مه نيټه، هغه مهال چې خور يې ښوونځي ته په لاره وه پر هغې برید کړي. له عدلي طب څخه کريستين رايتر محکمې ته وويل چې دغه ځوان د خپلې خور ضد یوه اوږوده چاړه کارولې او په «ټول قوت» يې د هغې پر بدن ګوزارونه کړي دي. رايتر زیاته کړه، آن کله چې نجلۍ نوره مړه او په ځمکه پرته وه، بیا یې هم ورور پرې د چاقو ګوزارونو ته دوام ورکړی دی.

دغه افغان تر دې مخکې د پولیسو په اداره کې ویلي وو: «ښه شو چې هغه مړه شوه، ځکه زموږ د کورنۍ عزت يې وړی وو.»

 ks/ms (DPA)