1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اتریش کې سخته واوره وریدلې

۱۳۹۸ آبان ۲۷, دوشنبه

په اتریش کې د دوشنبې په ورځ په ځینو سیمو کې د ډېرې واورې له کبله ښوونځي تړل شوي دي. د الپ د غرونو په لړۍ کې واوره او بارانونه د ګډوډۍ سبب شوي. اطفایې دوې میرمنې ژغورلي چې ځمکې ښویدنې یې کورونه ویجاړ کړي ول.

https://p.dw.com/p/3TDxm
Österreich Wintereinbruch
انځور: Imago Images/Eibner Europa

د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر ۱۸مه) د اتریش په یو شمیر سیمو کې د سختې واورې او بارانونو د وریدو له کبله ښوونځي او سړکونه تړل شوي دي. سخته واوره د ګډوډۍ د رامنځ ته کیدو سبب شوې ده.

د اتریش د اې پي اې، په نوم د خبري آژانس د رپوټ له مخې زالڅبورګ ته څیرمه په یوه ښارګوټي کې اطفایې هغه دوې میرمنې ژغورلي دي چې کورونه یې د ځمکې ښویدنې په پایله کې له منځه تللي وو.

ویل شوي دي چې یوه میرمن د پيښې د رامنځ ته کیدو سملاسي وروسته ژغورل شوې او بله یې څو ساعته وروسته ژغورل شوې. دواړه ښځې اوس په روغتون کې تر تداوۍ لاندې دي.

Wintereinbruch in Österreich
انسبورگ سره نزدې پروت سړک تړل شویانځور: picture-alliance/dpa/APA/D. Liebl

په ځینو سیمو کې یو شمیر کسان د ځمکې ښویدنې د اندیښنې له کبله له خپلو کورونو ایستل شوي دي. په ختیځ تیرول سیمه کې د دوشنبې تر سهاره شا او خوا ۲۰۰۰ کورونه له برېښنا محرومه وو.

د ایټالیې د پولې ورهاخوا د تیرول سویلي لور ته هم بارانونو وضعیت خراب کړی. د سیلابونو له کبله د وینس ښار اوس هم تر اوبو لاندې دی.

د تیرې چهارشنبې په ورځ په اتریش کې د واورې وريدل پېل شول او دغې لړۍ د اوونۍ په پای کې ادامه وموندله. سختې واورې د فرانسې په سویل ختیځ کې هم هر څه په ټپه درولي وو او په بریتانیا کې هم سخت سیلابونه راغلي دي.

sr/bs (dpa, AP)

زموږ له آرشيف څخه: