په اتریش کي يوه ۱۶ کلنه نجلی وژل سوې ده
۱۳۹۷ آذر ۱۹, دوشنبهد اتریش پولیسو ویلي دي چي وژل سوې نجلۍ څه موده مخکي د خپل افغان ملگري څخه جلأ سوې وه، خو بیرته سره پخلا سوي وه.
ويل سوي دي چي دغي نجلۍ تر مرگ مخکي په خپل اطاق کي له خپل پخواني ملگري سره ملاقات لرل.
د معلوماتو له مخي له دغه ملگري سره هغې يو کال انډيوالي کړې وه. د اتريش څارنوالۍ ويلي دي چي دغه دواړه بيا دوې مياشتي مخکي سرجلا سوي ول، خو په دې وروستيو کي بيرته سره نژدې سوي ول. د پيښي انگېزه تر اوسه پوري روښانه نه ده.
چارواکو ويلي دي چي د نجلۍ د خوني دروازې ته يوه المارۍ ايښول سوې وه او بنده وه، خو د نجلۍ مور په يو ډول دروازه خلاصه کړې چي لور ئې په خونه کي مړه پرته وه. د خوني کړکۍ هم خلاصه پاته وه.
د اطریش د لويي څارنوالۍ یوه ویاند همدارنگه ویلي دي، چي قرباني د شا له خوا په چاړه وهل سوې ده. عدلي طب به نو اوس ددې د وژل کیدو دقیق معلومات ورکړي. څارنوالۍ د قتل په تور ددغه ۱۷ کلن د نیولو امر صادر کړی دی.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 26.02.2017)