1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اترپرديش کي په لوډسپیکرونو کي اذان منع سوی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳۰, سه‌شنبه

د اترپردیش د ایالتي عالي محکمې دې جنجالي فیصلې، چي په لوډسپیکرونو کي دي اذان نه کیږي، د هندوستان د مسلمانانو سخت انتقادونه راپورته کړي دي. دغي محکمې د تیري جمعې په ورځ د لوډسپیکرونو د لاري د اذان بندولو حکم صادر کړ.

https://p.dw.com/p/3cRdI
Ramadan Indien Delhi
انځور: Reuters/A. Abidi

د اسیا د کاتولیکانو د اتحادیې د خبري آژانس «یوکا نیوز» د یوه رپوټ پر اساس د هندوستان د اترپردیش د ایالتي عالي محکمې قاضي د خپل حکم د صادرولو په پريکړه کې دا دلیل راوړی دی، چي اذان د «اسلام یو نه جلاکیدونکئ جزء دی» خو د لوډسپیکرونو د لاري بیا داسي نه ده. هغه ویلي دي، چي که اذان د لوډسپیکرونو له لاري پخش سي، نو د ښار هغه اوسیدونکي، چي مسلمانان نه دي او اذان ته غوږ نه نیسي، هم مجبوره دي هغه واوري. قاضي ویلي، چي دغه ډول یو څه په اساسي قانون کي د اتباعو د »اساسي حقونو« سره په ټکر کي راځي.

د هندوستان د اسلامي ټولني یو تن همدې خبري آژانس ته ویلي دي، چي «زما او نورو دپاره دا ډیره ټکان ورکونکې ده، چي عالي محکمه دي دا ډول یو حکم صادر کړي.» دا هم پداسي حال کي چي د اترپرديش د ۲۰۰ میلیونو اوسیدونکو څخه یې ۴۰ ملیونه مسلمانان تشکیلوي، یعني هر پنځم تن یې مسلمان دی.

د کاتولیکي عیسویانو د تبلیغي ټولني (میسیونر) څخه پوشپا انبو هم «یوکانیوز» خبري آژانس ته ویلي دي، چي د محکمې دغه حکم د دیموکراتیک هندوستان په ګټه نه دی. هغه اضافه کړي، چي په هر دین او مذهب کي داسي اعمال او کردارونه موجود دي، چي د قوانینو یا اساسي قانون تر چوکاټ لاندي نه دي، «خو دا پدې معنی نه ده، چي هغه دي بند سي.»

که څه هم د هندوستان اکثریت اتباع هندواڼ او هندو مذهبه تشکیلوي، خو دغه هیواد د ۱۷۰ میلیونو مسلمانانو په درلودلو سره تر اندونیزیا او پاکستان وروسته په دنیا کي د مسلمانانو دوهم لوی نفوس تشکیلوي. د مسلمانانو نیمايي برخه په اترپرديش، غربي بنګال او بیهار کي ژوند کوي.

د هندوستان د بهارتيه جنتا گوند نشنلستي حزب، چي د هندوستان مرکزي حکومت په اختیار کي لري، د اترپردیش په ایالت کي هم حکومت کوي. پر دغه حزب دا تور لگول کيږي چې غواړي د افراطي هندوانو د سیاسي اړخ په حیث دغه هیواد په یوه هندو مذهبه هیواد تبدیل کړي، چي د اقلیتونو حقوق به پکښي خوندي نه وي او لږ ځای به ولري.

MQ/BS (KNA)

زموږ له آرشيف څخه: