1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان مهاجر: «د ځايي خلکو له خوا تحقير او توهين کيږو»

۱۳۹۷ آبان ۱۹, شنبه

د بخښنې نړيوال سازمان وايي چې په اتريش کې افغان مهاجر په شديده توګه تحقير او توهين کيږي. د دغه سازمان د يوه چارواکي په وينا، افغان دولت د افغان مهاجرو د اخراج په برخه کې د اتريش او نورو اروپايي هيوادونو سره مرسته کوي.

https://p.dw.com/p/380wF
Deutschland Flüchtlinge bei Wegscheid
انځور: picture-alliance/dpa/A. Weigel

«کډوال نيوز» ويبپاڼه چې په اروپا کې د مهاجرو په اړه معلومات خپروي، په اتريش کې د بخښنې نړيوال سازمان له قوله ليکي چې په دغه هيواد کې افغان مهاجر د ځايي خلکو له خوا په شدیده توګه تر تحقير او توهين لاندې قرار لري. رپوټ کې راغلي چې افغانان تر ډیره د «احمق، نالوستي، قهرجن او بيکاره» انسانانو په توګه معرفي کيږي.

په اتريش کې د بخښنې نړيوال سازمان مشر هاینز پاتزلت وايي چې پخوا به تر ډيره افريقايان او نايجريايان توهينيدل، خو «اوس افغانان د دغه سياسي چلن ښکار ګرځيدلي دي.»

پاتزلت زياتوي چې اتريش، ترکيه او څو نور اروپايي هيوادونه، د بشري پانګونې تر پوښښ لاندې، افغان دولت ته پیسې ورکوي تر څو يې د افغان مهاجرو د اخراج په برخه کې مرسته کړې وي. دغه مرستې د افغان دولت له خوا د اخراجي افغان مهاجرو د اسنادو برابرول ښودل شوي دي.

افغانستان «امن» هيواد؟

اتريش په دې پلمه چې ګواکې افغانستان يو «امن» هيواد دی، د اخراجي افغانانو د بيرته ستنيدو د ټيکټ پیسې ورکوي، خو د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، په افغانستان کې د ۲۰۱۸م کال په لومړيو شپږو مياشتو کې نژدې ۱۶۹۲ افغانان وژل شوي او ۳۴۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

 د افغانانو اخراج د يو غيرعلمي رپوټ پر بنسټ

هاينز پاتزلت د اتريش پر دولت تور لګوي چې د افغانانو د اخراج په برخه کې « په اتريش کې د يوازيني افغان کارپوه» د يوه رپوټ پر پايلو چې «ګواکي په قانون برابر چمتو شوی دی»، بسنه کوي. دا په داسې حال کې ده چې دغه کارپوه اوس د فعاليت حق نه لري او په افغانستان کې يې تر سره شوي تحقيقات، د لومړنۍ قضايي څيړنې په نتيجه کې غیرعلمي ارزول شوي دي. په پام کې ده د دغه کارپوه په اړه د محکمې نهايي حکم په راتلونکې مياشت کې صارد شي.

د انتظار اوږده موده

 هغه مهاجر چې تر اوسه منل شوي نه دي خو دا چانس لري چې په اتريش کې پاتې او اخراج نه شي په بد وضعيت کې خپل ژوند تيروي. د افغانستان د ختيځ ښار جلال آباد څخه ۲۴ کلن امجد خان وايي: «په اتريش کې د قبولۍ اخيستل تقريبا يو ناممکنه کار دی. هغه کسان چې دلته راځي بايد د ځواب ترلاسه کولو له پاره ډير وخت انتظار وباسي، ځواب هم ډيری وخت منفي وي.» 

دی وايي مهاجر هره اوونۍ په سالسبورګ کې د ملګرو ملتونو له دفتر څخه ۴۰ يورو د خوراکي موادو او په هرو شپږ مياشتو کې ۹۰ يورو د کاليو د اخيستلو له پاره ترلاسه کوي. خو امجد زياتوي چې «په سالسبورګ کې ډيره قيمتي ده او ژمی يې هم ډير سوړ دی.»

د مهاجرو د چارو کارپوه احمد لفطاوي چې په پام کې ده ډير ژر د اتريش د مهاجرت په اداره کې په کار وګمارل شي وايي چې دغه پیسې «یوازې د جيب خرڅ پیسې دي چې د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا ورکول کيږي، خو تر څنګ د اتريش دولت هم د [مهاجرو] د سرپناه او ورځنۍ ډوډۍ مسئوليت پر غاړه لري. له دې نه علاوه د سره صليب اداره هم تل کمپاينونه په لاره اچوي چې له طريقه يې مهاجرو ته جامې ټولوي.»

پر مهاجرو لا ډير کنترول

خو هاينز پاتزلت بیا د دې خلاف وايي چې د اتريش دولت مهاجرو سره د بيلابيلو ټولنو له خوا ټولنيزې مرستې لغوه کړي او دغه مسئوليت يې د دولتي مامورانو پر غاړه اچولی دی تر څو له دې لارې وشي کړای د مهاجرت پر بهير يې خپل کنترول لا ډير کړی وي.»

په اتريش کې افغانان د ځايي خلکو له چلند څخه شکايت کوي. په سالسبورګ کې ميشت افغان مهاجر ساجد خان وايي: «موږ هميشه د خلکو له خوا تحقير او توهين کيږو». ساجد خان ۴۳ کاله عمر لري او په ۲۰۱۴م کال کې له ننګرهاره اتريش ته راغلی، خو تر اوسه يې قبولي نه ده ترلاسه کړې.

ساجد وايي د پناه غوښتنې ځواب ته د اوږدې مودې انتظار، د مهاجرو يوه تر ټولو لویه ستونزه ګڼل کيږي، ځکه له هغه پرته مهاجر د کار کولو حق نه لري. هغه وايي: «دلته خلکو ته نژدې کيدل ډير ګران کار دی، ځکه هغوی له موږ څخه ويريږي. له نوي حکومت سره، وضعيت نور هم سخت شوی دی.» 

ساجد زياتوي چې سختو حالاتو يو شمير مهاجر دې ته اړ کړي چې د مخدره موادو استعمال ته مخه کړي. هغه په ډيره خواشينۍ سره وايي: «لوی مشکل دا دی چې کله يو افغان جنايت ترسره کړي، بیا موږ ټول جنايتکاران ياديږو.»

مهاجر نيوز وايي هڅې يې کړې چې د افغان مهاجرو د ستونزو په اړه د اتريش د کورنيو چارو وزارت او د صدراعظم له دفتر سره خبرې وکړي، خو په دې کار بريالي نه شول.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: