1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اخراجي افغان مهاجرو خپلې د محبس کوټې ته اور اچولی دی

۱۳۹۷ شهریور ۲۴, شنبه

د ويانا په يوه محبس کې ميشتو څو تنو اخراجي مهاجرو خپلې کوټې ته اور اچولی دی. پوليس وايي په ظاهره داسې ښکاري چې دوی ځانوژنه کوله.

https://p.dw.com/p/34uAq
Österreich Auffanglager für Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/epa/C. Bruna

د اتريش خبري آژانس د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د دغه هيواد په يوه محبس کې د اورلګيدنې له ځايه پنځه افغان او يو ايرانی مهاجر روغتون ته رسول شوي دي. ويل شوي چې له دغو کسانو څخه دوو تنو ته يې بايد مصنوعي تنفس ورکړل شوی وای.

د ويانا د پوليسو د وياند هارالدو سوروس په حواله، په دغې خونه کې يو ليک هم موندل شوی چې يوه برخه يې سوځيدلې ده. په ظاهره د دغه ليک له متحوا څخه داسې ښکاري چې دغو مهاجرو غوښتل چې ځان وژنه وکړي. د پوليسو وياند زياته کړې چې اخراجيدونکو مهاجرو هڅه کوله، خونې ته د اوروژنې او پوليسو د مامورينو د ننوتلو مخه ونيسي.

د ويانا پوليس وايي چې د اور لمبې په چټکۍ سره ووژل شوې او په دغه محبس کې ميشت ۴۰ نور بنديان بل امن ځان ته وليږدول شول. له دې سربيره امکان لري چې ۱۴ تنه نور د لوګي د تنفس کولو له امله مسموم شوي وي.

د رپوټ په حواله، د اوروژنې او د نيول شويو کسانو د انتقال په ماموريت کې  شاوخوا سل پوليس او د اور وژنې ۷۰ کارکونکي بوخت ول.

د ويانا د پوليسو په خبره د پيښې پنځه افغان مهاجر له ۱۸ تر ۳۳ کلونو پورې عمرونه لري او ايرانی مهاجر ۳۰ کلن دی. تر اوسه لا روښانه نه ده چې دغه کسان څنګه توانيدلي چې خپلې کوټې ته اور واچوي.

د رسنيو د رپوټونو په حواله، په تير وخت کې هم په دغه محبس کې ورته ناوړه پيښې رامنځ ته شوې وې. د بيلګې په توګه، په تير کې نيول شوو کسانو «خپلې راتلونکې ته» د ناهيلۍ له وجې خپلو کوټو ته اور اچولی او يا يې د نه خوړلو پر اعتصاب لاس پورې کړی وو.

me, ah (dpa)

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: