په آیسلنډ کې د اور غورځوونکي تر فعاليدو وروسته بېړنی حالت اعلان شوی
په تیرو څلورو میاشتو کې د آیسلنډ په عين سېمه کې د څلورم ځل لپاره اور غورځوونکی غر فعال شوی دی. د ګرینداویک ساحلي سېمې ته نژدې ۳،۵ کیلومتره ځمکه درز شوې ده او لاوا د ساحل په لور بهيږي.
په اسمان کې د اور او لوګي وریځې
روښانه سره اورونه د آیسلینډ پلازمینې ریکیاویک شاوخوا څلویښت کیلومترۍ کې د شمال ختیځ ګرینداویک ساحلي ښارګوټي ته نږدې لیدل کیدی شي. د دغه هېواد د هوا پېژندنې ادارې اعلان وکړ چې اور غورځوونکی د سې شنبې په ورځ پر ځايي وخت د سهار تقریباً ۸ بجې ریکیانیس په ټاپووزمه کې د سټورا سکوګفیل او هاګافیل ترمنځ سيمه کې فعال شوی دی. دا له ۲۰۲۳ کال له ډسمبر راهیسې څلورمه ځل دی چې په دې سيمه اور غورځوونکی غر فعاليږي.
کارپوهان له هوا څخه وضعیت ارزوي
چارواکي د څارنې د پروازونو له لارې د وضعیت په اړه معلومات ورکوي. د هوا پېژندنې ادارې د یکشنبې په سهار اعلان وکړ چې د اټکل له مخې ګرمه لاوا په ساعت کې د یو کیلو متر په سرعت سره د جنوب او جنوب ختیځ لور ته حرکت کوي. د دې امکان هم شته چې لاوا سمندر ته ورسیږي. پولیسو بیړنی حالت اعلان کړی دی.
لاوا ساحلي ښار ته نږدې شوې
د لاوا یوه برخه یوازې د ۲۰۰ کیلومتره په فاصلې سره د ګرینداویک کب نیولو ساحې د محافظتي خنډونو په لور حرکت کوي. له اتشفشان څخه د لاوا د بهیدو لړۍ د زلزلې له شديدو ټکانونو سره پېل شوه.
کنجکاو سيلانیان
مرسته کوونکو ځواکونو له هغه سيلانيانو شکايت کړی چې د دغې منظرې د ليدلو لپاره یادې سېمې ته راغلي وو. د آیسلینډ «بلو لاګون» په نوم نیلي لاګون کې چې شاوخوا ۷۰۰ خلکو موجود ول چې په سمدستي ډول له یادې سېمې ایستل شوي دي.
د ګرینداویک سېمې ناڅرګنده راتلونکې
د ګرینداویک سېمه چې شاوخوا ۴۰۰۰ اوسیدونکي لري، راتلوونکی یې ناڅرګند دی. حکومت لا دمخه د قانون یوه مسوده وړاندې کړې وه چې له مخې به یې د ګرینډویک اوسیدونکي اړ وي چې خپل ملکیتونه په دولتي شرکت باندې وپلوري.
په ریکیاویک کې آتشفشاني افق
د ریکیاویک اسمان د اور غورځوونکي د فعاليدو له کبله د سور او نارنجي رنګ په وریځو پوښل شوی دی. د رسمي معلوماتو له مخې د لاوا جریان به د راتلوونکې یکشنبې تر سهاره دوام وکړي.
د اروپا لویه آتشفشاني سېمه
ګرینداویک ته نږدې ډیری سړکونه په چټکۍ سره تر آتشفشاني لاوې لاندې کيږي او نور د تیريدو وړ نه دي. آیسلنډ له ۳۰ څخه د ډېرو فعالو آتشفشان سیسټمونو په درلودلو سره په اروپا کې تر ټولو لویه اتشفشاني سېمه ده. دا ټاپويي هیواد په شمالي اتلانتیک بحر کې په اصطلاح د منځني اتلانیک پر شا يا پر خط الراس پروت دی چې د یوریشیا او شمالي امریکا تکتونیکي تختې سره جلا کوي.