1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آژې کي پوليسو له اوښکي بهوونکي گاز څخه کار واخيست

۱۳۹۸ اسفند ۶, سه‌شنبه

د يونان پوليسو د سه شنبه په ماښام د ليسبوس او چيوس په ټاپوگانو کي له دې کبله له اوښکي بهوونکي گاز څخه کارواخيست تر څو هغه مظاهرې سره وپاشي چي غوښتل يي د مهاجرو له پاره د نوو کمپونو د جوړولو مخه ونيسي.

https://p.dw.com/p/3YMZN
Griechenland Proteste von Flüchtlingen auf Lesbos
انځور: picture-alliance/AP Photo/In Time NEws/M. Lagoutaris

ددغو ټاپوگانو اوسيدونکي غوښتنه کوي چي د مهاجرواوسني کمپونه دي وتړل سي او نوي هم جوړ نه سي. ټول مهاجر بايد تر راجستر کيدو وروسته د يونان دننه ته انتقال سي.

په چيوس کي بيا د ميستا په کوچني بندر کي يوه سخته نښته هم رامنځته سوه. هلته عصبي سوو اوسيدونکو هڅه کوله چي بندر ته لاري وتړي. دولتي راديو (ERT) خبر ورکوي چي په شپه کي يوه کښتۍ ور رسېدلې چي هغه درانه سامانونه پکښې ول چي په مرسته يي د مهاجرو له پاره کمپونه جوړيږي.

پوليسو هلته له اوښکي بهوونکي گاز څخه کار واخيست. کښتۍ وروسته وکولاي سول لنگر واچوي. همدارنگه په ليسبوس کي هم کشمکشونه رامنځته سول.

د يونان د حکومت وياند ستيليوس پيتساس د سه شنبه په سهار په رسنيو کي وويل چي «موږ به دغه نوي لاگرونه جوړ کړو. دا کار د نوموړي هيواد او د ټاپو گانو د اوسيدونکو په گټه دي.»

د دغه ټاپو په دننه او شاخوا پرتو راجسترځايونو کي، څه د پاسه ۴۲ زره انسانان د انتظار په حال کي دي. دغه لاگرونه د شاوخوا ۸۰۰۰ انسانانو له پاره ځای لري.

د صدراعظم ميتسوتاکيس تر مشرۍ لاندي حکومت دا ډول شرايطو ته په کتو سره غواړي اوس د پناهندگۍ پروسه چټکه کړي او په دې ډول د راجستر کيدو او بيرته ستنيدو له پاره نوي ځايونه پرانيزي.